Takani1091

«د ولسې جرګې د ټاکنو نېټه به ژر اعلان شي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د ناندریزې کابینې تر تاييد وړاندې د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي چې دوی به د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو  نېټه ژر اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي چې دوی له تخنیکي پلوه بشپړ چمتو والی لري.

سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنې پخپل اصلي وخت نه ترسره کېږي، خو یوسف نورستانی وايي چې دوی به له اشرف غني سره تر مشورې وروسته د ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنې به د را روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې ترسره شي، خو ویل کېږي چې د ګډ حکومت د ناندریو له تاثره په اصلي نېټه نه ترسره کېږي.

یوسف نورستاني پرون رسنیو ته وویل چې دوی به نن – سه شنبه – له اشرف غني سره وګوري او له مشورې وروسته به د ټاکنو کره نېټه په ګوته کړي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په بدل کې د امریکا سفارت د ولسي جرګې غړو ته د یو بل کال د دندې د اوږدېدو ژمنه ورکړې ده.

د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه په داسې وخت کې څرګندونې کېږي، چې د روان کال په پیل کې د ولسمشرۍ ټاکنو ولس په هره ټاکنیزه پروسه بشپړه بې باوره کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د