افغانستان

میدان وردګ: په ترافيکي پېښه کې شپږ تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالي کې د ترافیکې پېښې په پایله کې شپږ تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.

پېښه تېر ماښام ناوخته د چک برېښنا بند ته څېرمه د کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې له برېښنا بند سره څېرمه دغه موټر د تېرېدو په حال کې و، چې لويې ویالې ته ور ولوید او د یوې مېرمنې په ګډون پکې شپږ تنه ووژل شول.

وژل شوي کسان د سرې میاشتې په همکارۍ له اوبو را ویستل شوي دي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه د سپرلۍ موټر له کابل څخه د چک غني خېلو ته په لاره و، چې له یادې پېښې سره مخ شو.

یاده دې وي ډېری ترافیکي پېښې په عامه لویو لارو ترسره کېږي چې د پورته پېښو په نسبت لا خونړۍ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x