افغانستان

طالبانو چین ته د خپل سفر په اړه سپیناوی وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ځینو استازو د قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د چین هیواد ته سفر کړی.

له دغو راپورونو سره همزمان د سولې شوری او افغان حکومت یو شمیر چارواکو داسې څرګندونې وکړې چې ګواکې چین ته د طالبانو د پلاوي سفر له افغان حکومت سره د سولې په مذاکراتو کې د دغه هیواد د منځګړتوب په معنی دی.

خو نن طالبانو په تازه څرګندونو کې په دې اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې د چین هیواد ته یې د پلاوي تګ د هغو سفرونو یوه برخه ده چې دوی یې له پخوا څخه د نړۍ، سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د تقویې او د خپل دریځ د روښانه کولو په موخه ترسره کوي.

په هغې اعلامیې کې چې د ذبیح الله مجاهد له ادرسه نن ټکی اسیا ته رارسیدلې، ویل شوي چې د سولې او مذاکراتو په اړه د دوی په موقف کې تغیر نه دی راغلی:

«د افغانستان اسلامي امارت تل غوښتي او غواړې چې له نړۍ، سیمې او په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې او ګټورې اړیکې ولري؛ خو کومه چې د سولې په اړه د مذاکراتو لپاره د منځګړیتوب خبره ده، اسلامي امارت په دې اړه تر اوسه په خپل مخکني دریځ ولاړ دی او هېڅ کوم هېواد ته یې په دې موخه سفر نه دی کړی چې ګواکي منځګړیتوب دې وکړي او یا یې د نوموړي هېواد د منځګړيتوب وړاندیز ته مثبت ځواب ویلي وي. له همدې کبله کومې آوازې چې په رسنیو کې ښکته پورته کېږي، حقیقت نه لري.»

اعلامیه زیاتوي چې ګڼ هیوادونه له افغان ولس او طالبانو سره د خواخوږۍ له مخې وخت په وخت دوی ته د هیواد د ستونزې د هوارۍ لپاره د مرستو وړاندیزونه کوي، خو په وینا یې، دوی که څه هم دغو هڅو او هلوځلو ته په درنه سترګه ګوري تر اوسه یې په دې اړه نوی تصمیم نه دی نیولی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې که هر کله د سولې او مذاکراتو په اړه نوی تصمیم نیول کیږي هغه به خامخا ولس او نړۍ ته په ډاګه څرګندوي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر استازو له دې هیواد څخه چین، جاپان، فرانسې، ایران، جرمني او نورو هیوادونو ته سفرونه کړي، چې طالبانو په خپل وخت د دغو سفرونو موخه «نړیوالو ته خپل دریځ روښانه کول» په ګوته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x