افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو اوه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع وزارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې ویلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو اوه عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پخپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې دغه عسکر د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د چاودنو، نښتو او نورو امنیتي پېښو له امله وژل شوي دي.

د عظیمي په وینا دوی د هېواد په پنځو ولایتونو کې چاڼيز عملیات پیل کړي چې تر اوسه يې پکې پنځلس طالبان وژلي او شپږ نور ټپیان کړي دي.

د دوی په خبره په دې عملیاتو کې يې یو پنځوس کړۍ ماینونه خنثی کړي او یو سل درې اویا کیلګو ګرامه مخدره توکي یې هم تر لاسه کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close