افغانستان

غزني: د ملکي خلکو په وژنه د بهرنیانو په ضد مظاهره تر سره شول

Afghan men shout anti American slogans during a protest in Ghazni, west of Kabul, Afghanistan, Monday Aug. 8, 2011. Hundreds of demonstrators shouting anti American slogans protested the death of two men. The protesters said the two men killed were innocent civilians, while NATO said two insurgents were killed by the Afghan and coalition combined security force during an operation.نن ټکی آسیا: نن د غزني ولایت په مرکز کي د بهرنیانو په ضد پراخه مظاهره وشوله.

مظاهره چیان چي اکثره يې د خوګیاڼو د ولسوالۍ څخه راغلي وه، له ځانه سره يې د دوه کسانو مړي هم راوړي وه، چي تیره شپه د بهرنیانو له خوا په شپنیو عملیاتو کي وژل شوي وه.

د سیمي اوسیدونکي وايي چي دغه دوه کسه تیره شپه بهرانیانو ووژل، او زیاته وي چي یو تن سپين ږیری او بل یو ښوونکی دی.

د تفصیلاتو سره سم تیره شپه بهرنیانو د خوګیاڼو ولسوالۍ په غونډۍ کلي کې عملیات ترسره کړه، او یو شمیر کورونه يې تالاشي کړه، او د کورونو د تالاشي په ترڅ کې د کلي ملا امام چي ښوونکی هم دی، د یوه بل ۷۵ کلن سپين ږیري سره په شهادت ورسول.

د سیمي اوسیدونکي وايي چي په دغه دوران کې بهرنیانو پر ښځو او ماشومانو هم سپي ایله کړه، چي یو شمیر يې سپیو وداړل.

په مظاهره کي ګډون کوونکو د بهرنیانو څخه سر ټکوی، او ویل یې چي ددوی په کلي کي بهرنیانو همیشه ورته عملیات اجراء کوي، او د تالاشي خو هر شپه د یو معمول په توګه ګرځیدلې، چي هر وخت بهرنیانو زړه وغواړي هغه وخت راځي، د کورونو دروازې په بمونو الوزی، او بیا په کورو کي تالاشي شروع کوي..

هغوی غوښتنه وکړه چي ملګري ملتونه باید ددوی ږغ واوري، د افغانستان اوسنۍ حکومت باید ددغو پيښو په اړه جدي تحقیقات وکړي، او عاملینو ته يې سزا ورکړي، او اینده د ورته پيښو مخه ونیول شي.

د یادوني وړ ده چي د خوګیانو ولسوالۍ د اوسیدونکو له خوا دا لومړی مظاهره نه ده چي تر سره کیږی، هغوی د تیری جولایی میاشتي په ۶ نیټه هم په ورته مظاهره کي ورته غوښتني درلودلې وي.. او هغه وخت کي ورسره وعده شوې وه چي د امر خیل په سیمه کې به د هغو دوو ملکي وګړو د وژني په اړه تحقیقات کیږي چي د امریکا د هوايي ځواک له خوا یوه ورځ تر مخه وژل شوي وه..

خو تر اوسه بیا د هغو تحقیقاتو کومي پایلي نه دی څرګندی شوي، او د سیمي اوسیدونکي خو بیخی شک څرګندوی چي افغان دولت او بهرنیانو دوی هسی غولولي وه، او بیخی هیڅ رنګه تحقیقات یی هم نه دی کړي، او نه به یی وکړي، او که یی وکړي هم کوم نتیجه به ور نکړي.

د مظاهرې یو تن ګډونکونکی چي ډیر په غوصه وو، نن ټکی آسیا ته وویل چي د بهرنیانو له خوا په وار وار د افغانانو کورونه پایمال کیږی، نارینه يې شهیدان کیږي، او میرمني يې په سپیو داړل کیږي.. هغه وویل چي مونږ نور بهرنیان په خپل هیواد کي نه غواړو، مونږ نور ددوی څخه بیزاره یو، مونږ او زمونږ هیواد دي پریږدي، او که داسی ونه کړي، نو مونږ به يې په ضد وسله را واخلو، او په زوره به یې له خپله هیواده وباسو..

ددغه مظاهرې چي نن سهار دلسو بجو او پنځلس دقیقو په شاوخوا کې شروع شوې، په ترڅ کې مظاهره کوونکو د غزني د امنیه قوماندان او یو شمیر نورو چارواکو سره هم ولیدل.. چی هغوی په خپل وار دوی ته د پوره تحقیقاتو ډاډ ورکړ.

Afghan men shout anti American slogans as they walk past American vehicles right, during a protest in Ghazni, west of Kabul, Afghanistan, Monday Aug. 8, 2011. Hundreds of demonstrators shouting anti American slogans protested the death of two men. The protesters said the two men killed were innocent civilians, while NATO said two insurgents were killed by the Afghan and coalition combined security force during an operation.

Afghan men shout anti American slogans during a protest in Ghazni, west of Kabul, Afghanistan, Monday Aug. 8, 2011. Hundreds of demonstrators shouting anti American slogans protested the death of two men. The protesters said the two men killed were innocent civilians, while NATO said two insurgents were killed by the Afghan and coalition combined security force during an operation.

People stands near the dead body of an Afghan man during a protest in Ghazni, west of Kabul, Afghanistan, Monday Aug. 8, 2011. Hundreds of demonstrators shouting anti American slogans protested the death of two men. The protesters said the two men killed were innocent civilians, while NATO said two insurgents were killed by the Afghan and coalition combined security force during an operation.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x