ورزش

پاکستان ملي لوبډلې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان ملي او نیوزیلینډ کرکټ بورډ پریزیډنټ ۱۱ لوبډلو تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې پاکستاني لوبډلې بیا هم ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستان ټاکل شي پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د پاکستان لپاره عمر اکمل په ۸۲ توپونو ۷۷ مندې جوړې کړې او مصباح الحق په ۸۹ توپونو ۸۸ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزلینډي لوبډلې لپاره جیمیسن دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. نوموړي خپل ۹ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې.

نیوزلینډي لوبډلې ټاکل شوی هدف خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۹.۵ اوور کې پوره او د پاکستان ملي لوبډلې ته يي په یوه ویکټه ماتې ورکړه.

نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لوبډلې لپاره پولارډ په ۱۳۲ توپونو ۱۵۳، هیکس په ۵۸ توپونو ۲۹ او اسل په ۲۴ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې.

د پاکستان ملي لوبډلې لپاره محمد عرفان ۳، بلاول بټي ۳، سهیل خان ۲ او یاسر شاه یوه ویکټه واخیسته. عرفان خپل ۱۰ اورونو کې ۳۹، بلاول بټي خپل ۱۰ اورونو کې ۴۲ او سهیل خان خپل ۹.۵ اورونو کې ۸۱ منډې ورکړې.

دا دوهم ځل دی چې پاکستان د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لوبډلې په وړاندې ماتې خورې چې له دې سره د پاکستانیانو په ذهن یوازې یو سوال ګرځي چې د دوي لوبډلې حال به د نیوزیلینډ ملي لوبډلې په وړاندې څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x