افغانستان

د اګست میاشتي په اوله لسیزه کې د بهرنیانو ۵ الوتکي را نسکوري شوې

crashed_halicapterنن ټکی اسیا: ایساف اعلان کړی چي یوه بله الوتکه يې د پکتیا په ولایت کي غورځیدلې.

نن په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي د پکتیا په ولایت کي د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه راوغورځیده.

په خبرپاڼه کي راغلي چي د پيښي په وخت کي د دښمن کوم ډول فعالیت نه دی لیدل شوی، خو د پيښي په اړه پوره تحقیقات او څیړنی لا رواني دي.

تر اوسه په دې پيښه کي د تلفاتو په اړه کوم ډول معلومات نه دی ورکړه شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن سهار وختي طالبانو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې یاده هلیکوپتره را وغورځوله، چي له کبله يې دیرش تنه بهرنی عسکر ووژل شول.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ طالبانو د کابل ولایت د سروبي په ولسوالۍ کي هم د الوتکي د راغورځولو خبر ورکړی وو، او همداسي د هغه تر مخه د وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ او د خوست ولایت د موسی خیل په ولسوالۍ د بهرنیانو الوتکي را وغورځیدلې.

په دې سره په روانه میلادي میاشت اګست کي چي تر اوسه يې یوه لسیزه نه ده پوره سوې، د بهرنیانو ۵ الوتکي را نسکوري شوې، چي یوه یې بې پلوټه الوتکه په جلال اباد کي، د وردګ په سید اباد کي هلیکوپتر، د خوست په موسی خیل ولسوالۍ، او پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هلیکوپتر الوتکي را لویدلې، او یوه په کابل کي چي تر اوسه يې په اړه بهرنیان پټه خوله پاتي دي، خو طالبان يې د ویشتلو او را غورځولو خبرورکوی..

نن ټکی اسیا: ایساف اعلان کړی چي یوه بله الوتکه يې د پکتیا په ولایت کي غورځیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x