
مایکروسافټ کاروونکو ته نوی سمارټ فون وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه ۱۳۹۳ل): له دې وړاندې مایکروسافټ کمپنۍ د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوی سمارټ فون لومیا ۸۳۰ (Lumia 830) کاروونکو ته وړاندې کړی و چې ټکنالوژي څیړونکو له نیوکو سره مخ شو.
د ټکنالوژي څیړونکو نیوکه کړې وه چې د دغې سمارټ فون بیه زیاته ده او د مایکروسافټ کمپنۍ پخوانیو سمارټ فونونو په څیر ځانګړتیاوې نه لري.
مایکروسافټ کمپنۍ د ټکنالوژي څیړونکي او د لومیا سمارټ فون کاروونکي نیوکې نظر کې نیولو سره غواړي نوی سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي.
د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا دغه نوی سمارټ فون به د لومیا ۸۳۰ سمارټ فون ټولې ځانګړتیاوې لري او دا ځل به دغه نوی سمارټ فون له ټیټ بيي سره کاروونکو ته وړاندې شي.
مایکروسافټ کمپنۍ تر اوسمهاله د دغې سمارټ فون لپاره کوم نوم ندی انتخاب کړی خو دغه سمارټ فون خپل ماډل په نوم (RM-1072) سره شهرت موندلی.
دغه راتلونکی سمارټ فون به ۵ انچه ۷۲۰ میګاپکسله ډسپلې لري. دغه سمارټ فون کې ۱ ګیګابایټ رېم او ۴۰۰ سناپ ډراګن (Snapdragon) پروسېسر ځای پر ځای شوی.
دغه سمارټ فون به ۸.۷ میګاپکسله کامره او ۸ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري. دغه سمارټ فون د اضافي میموري کارډ او دوه سیمکارت قبلولو وړتیا لري.
دا ځل به مایکروسافټ کمپنۍ دغه سمارټ فون کوم چې تر اوسه نوم هم نلري کاروونکو ته د ۲۷۵ ډالر په بیه وړاندې کړي.