افغانستان

زابل: لاریون کوونکو د فرانسې د سفارت د تړلو کلکه غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت زرګونو تنو اوسېدونکو له فرانسې څخه د خپرېدونکې طنزي مجلې چارلي ایبدو پر ضد لاریون وکړ.

چارلي ایبدو څه موده وړاندې د دویم ځل لپاره د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب کاریکاتوران خپاره کړل چې په ګرده اسلامي نړۍ کې یې د مسلمانانو احساست راوپارول.

لاریون کوونکو د ګډ حکومت په مشرانو غږ وکړ چې له فرانسې سره هر ډول اړیکې وشلوي او په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.

لاریون کوونکو چې تر سرونو یې سپیې پټې تړلې وي او له ځان سره یې تور او سپین بیرغونه لېږدول مرګ په کفر او زنده باد اسلام شعارونه ورکول.

په ورته وخت کې د زابل ولایت په شاجوی کې هم پر همدې مناسبت پراخ لاریون وشو، چې د دواړو لاریونونو په پرېکړه لیکونو کې پر دې ټینګار و، چې ګډ حکومت باید له فرانسې سره هر ډول اړیکې وشلوي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ – ګوټ او پلازمېنه کابل کې زرګونو تنو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دفاع او د چارلي ایبدو پر ضد پراخ لاریونونه ترسره کړل، چې په ټولو لاریونونو کې د فرانسې د سفارت په تړلو ټینګار شوی و.

ګډ حکومت د فرانسې د سفارت د تړلو یا نه تړلو اړوند کومې څرګندونې نه دي کړې، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني په چارلي ایبدو وسله وال برید چې نږدې ټولو مسلمانانو يې ملاتړ کړی «وحشت» وباله او کلک يې وغانده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x