ادبي لیکني

دا مې زوی ده – لنډه کیسه

نوراحمد (صدیقي)

زیارت ګل لالا لوړ قد درلوده او له رنګه تورسړی وو غریب وه معماري به یې کوله. د کلي او شاوخوا درو اکثره کورونه د زیارت ګل لالا په لاسونو جوړشوي وو، زیارت ګل ته به کلي کې خلکو لالا ویلې.

لالا به سهار وختي له کوره ووتلو او ماښام تیاره به کور ته ستړی ستومانه راغی، دواړه لاسونه به یې سره حلقه کړل او د لاسو ګوتې به یې یو پر بل کې ورکړې، شاته به یې د سر لاندې کیښودل، دیوال ته به یې تکیه وکړه، اوږد به وغزیده، «ښځې لږ خوږ چای راوړه چې دمه مې پرې جوړه شې». ښځې به یې ورته ویل: سړیه تیار مې دلته چای جوش په ټوټه کې تاوکړي، ګرم چای ده درته وابه یې چوم، ته دي چای څښه زه به دي غوا په غوړو لاسونه او پښې درته غوړ کړم.

لالا له عمره پوخ سړی وو د څلویښتو کلونو به وو چې تر دي دمه یې د واده شل کاله وتلي وو خو په کور کې یې کوم اولاد نه وو شوی، له یوې خوا غریبۍ او له بلې خوا بې اولادۍ لالا ډیر زوراوه، چې د کلي خلکوبه همیشه د دوهم واده کولو ورته ویلې، خو لالا به ویل الله مهربانه دی، الله به اولاد راکړي.

لالا ته الله له واده نه شل کاله وروسته زوی ورکړ، په کورکې یې یوه لویه خوشحالي راغله، د لالا په زوی ټول کلی خوشحاله وو، لالا په زوی احمدضیا نوم کیښود چې له نازه به کور او کلي کې خلکو «ضیاګی» ورته ویلې. ضیاګی غټیږی، د کلې په خلکو نور هم ګرانیږې، ضیاګي ته الله ښه اخلاق ورکړي وو چې د ټولو کلیوالو په زړونو کې یې مینه ورځ په ورځ زیاتیده. لالا د کلې خان ته ورځي ترڅو ضیا ورسره مزدور کړي، خان هم د نه ځواب نه ورکوي. ضیاګی د شپږو کلونو وو خان په ضیاګي پرته د غوا له پولو او مړولو نه بل کار نه کاوه. ضیاګي به چې سهار غوا د څرولو لپاره بووله د کلي هلکانو به د کتابو بیکونه پشا کړي وو، مکتب ته به تلل. کله به چې بیرته کلیوال هلکان له مکتب نه را تلل ضیاګي به له ځانه غټ د وښو بوج پشاکړی وو او د خان غوا به یی له مخې کړې وه، د خان کورته به یې بوله.

ضیاګي به چې د کلیوالو همزولو د کتابو بیکونه په شا او خپل د وښو پشاکړي بوج او له مخې کړې غوا ته کتل ډیر به خفه کیده، نو له ځان سره تصمیم نیسې چې خان ته به ورځې او د مکتب اجازه به ترې اخلي. خان که څه هم ښه سړی دی، نرم او زړه سوانده سړی دی، خو د خان مخ کې د خبرو کولو جر‌ءت هم اسانه خبر نده، خوضیاګې په ځان کې د دي جرءت پیدا کوي او د خان حجرې ته ورځي.

مخکې له دې چې حجرې ته ننوځې په وښو ککړې جورابې له حجرې نه دباندې باسې، جامې څو ځلي څنډوهي، حجري ته ننوځي، خان هم تنها په حجره کې ناست دی، ضیاګی سلام ورته کوي او د دروازې خوا سره د پښو په سر کینې. خان هم چې یوه پښه په بله پښه اړولې تر څنګ یې ژیړه توپ دانې ایښې نصوار په توپ دانۍ کې توپ کوي او ورته وايي: ضیاګیه بچیه خیرت ده حجرې ته دي څنګه پیښه را وکړه چا خو به وهلی نه یې؟ ضیاګی د خبرو جرءت له لاسه ورکوي خو په ډیر تکلیف چې ټول وجود یې ریږدیده په ریږدیدلې غږ خان ته یوه لنډه خبره په ډیر ځنډ کې کوي، خان ته وایې: خاخاخان صیب ماماما ته اجازه ده چې د کلې کلې هلکانو سره مکمکمکتب ته لاړ شم؟. خان چې ډیر خیرخوا سړی دی د ضیاګې په دي خبره ډیر خوشحالیږي خو ورته وايې ضیاګیه بچیه غوا به څنګه شي؟ څه وخت به یې مړوې؟. ضیاګی چې ډیر تر تاثیر لاندې راغلی جب نه دستمال راباسې خولې او پوزه پري پاکوي او خان ته وايي: خان صیب غوا به مخکې د مکتب له وخته مړوم چې له مکتبه راځم بیابه یې مړوم. خان له خپله جایه را ولاړیږي او د ضیاګي په سپیره سر لاس تیروي او ورته وایې: سمه ده بچیه مکتب شروع کړه. ضیاګی ډیر خوشحالیږي او له خان څخه روانیږي، د خان په لور مخ را ګرځوي فقط دومره وایی «خان صاحب ته څومره ښه یې».

ضیاګي مکتب شروع کړ، مخکې له مکتبه مرڅړک به یې غوا پوولو ته بوله او د غوا لپاره به یی واښه هم شکول. ضیاګي به د مکتب تر وخته پوري غوا هم مړه کړه او یو غټ پنډ واښه به یې هم وکړل، په عجله به یې چای وڅښلو او دغوا د وښو له کوټې نه به یې خپله د کتابو خلته راوخیسته، ګردونه به یې ترې و څنډل او په شا به یې کړه. د خان له زوی وحید سره چې د ده همزولی او ټولګيوال وو یو ځای مکتب ته تللو او غرمه به له وحید سره یوځای له مکتبه راته. د غرمې ډوډۍ به یې په عجله وخوړه او د خان غوا به یې له پړي ونیوله، یوه لاس کې به يې کتاب وو په بل لاس کې به یې دغوا پړی وو، تر مازدیګره پوري به یې غوا هم مړه کړه او د بیګا لپاره به يې واښه هم ورته وکړل، ماښام به کور ته تللو، د خان له کوره به يې د ځان برخه ډوډۍ له ځان سره کور ته وړله، مور او پلار سره به یې په ګډه خوړله. د مور او پلار هم دې یوه زوی ته د امید سترګې ور اوښتلې. په مور او پلار دا یواځینی زوی ډیر ګران وو، ضیاګی به ستړی ستومانه وو، د مور پر زنګون به یې سر کیښود او ویده به شولو، مور به یې هم د لاس زخمي ګوته ته چې په لور باندي به زخمي شوې وې، اوښکې تویولې او ورته غوړولې به یې، سهار به وختې د خان کور ته تللو، د همیش په ډول به یې مخکې د مکتب له وخته غوا مړه کړه او وحید سره به یو ځای مکتب ته تلو.

یوه ورځ چې مکتب ته روان وو د وحید سترګې د ضیاګي په شلیدلو بوټو او پیوند جامو ولګیدې، ډیر خفه شو، بیرته چې له مکتبه راغی وحید مور ته وایې، زما یو دوه جوړه جامې او یوه جوړه بوټان چې زه یې نه اغوندم راوخله چې ضیاګي ته یې ورکړم، جامې او بوټان یې ډیر زاړه شوي.

ـ ديښه زویه وبه یې لټوم.

ـ جګه شه خیر ده مورې ویې لټوه، یوجوړ جامې لري، دا یوه میاشت یې ندي بدلې کړي.

ـ دغه دي زویه دوه جوړه جامې او یو جوړ بوټان ورته وریې کړه.

د مور له لاسه یې اخلي، بوټان په لاس کې او کالي د مټ لاندې نیسي له کوره په منډه راووځي، څو ځلي «ضیاګیه وا ضیاګیه» غږ هم کوي، د مال جای ته ځي ګوري چې ضیا غوا د څرولو لپاره باغ ته بوولې. وحید د باغ په لور منډه کوي او په یوه ساه ځان تر باغه رسوي، غږ کوي: ضیا وا ضیا چیرته یې؟

ـ څه وایې دلته د کږې ونې پټې کې یم.

وحید د سینې د پاسه لاس نیسي ژر ژر ساه اخلي: والله ضیاګیه ډیر ستړی شوم، ډیره تیزه منډه مې را وکړه، واخله جامې او بوټان مې درته راوړي. ضیاګي خپل شلیدلي بوټان ویستل او د وحید بوټان یې په پښو کړل، بندونه یې ښه ورکش کړل دوه ځلي یې جمپ په کې وکړ: والله خوندور بوټونه دي خیروسې وحیده، ګوره پس له دي به معلومیږي چې د مکتب رخصتي کې څوک منډه کې مخکې کیږي.

ضیاګی او وحید به صنف کې څنګ په څنګه کیناستل، تر پنځم ټولګي پورې د ټولګي اول نمره ګي د وحید په لاس کې وه، د شپږم ټولګې نمره خواني ته شاګردان ټولګي کې منتظر دي، استاد له اطلاع نامو سره ټولګي ته راننوت، «شاګردانو کینئ ټول کینئ». بسم الله یې کړل، احمدضیا ولد زیارت ګل کامیاب اول نمره، له اوله تر اخره ټوله نمره خواني یې وکړه. وحید له اول نمره ګۍ ولویده دوهم نمره شولو، استاد له ټولګې څخه ووتلو.

وحید د شهادت ګوته ضیاګي ته وښوروله او زنه یې په لاس کې ونیوله، په اشاره یې پوه کړ چې په لاره به درسره ګورم. ټول ټولګیوال ووتل، ضیاګی له ټولو وروسته ووتلو، په زړه کې یې ویره وه، وحید چې لسګونه متره مخکې وو ضیاګی کرار پسې روان وو، وحید به چې ودریده دی به هم ودریده، وحید یې له سترګو پنا کیږي دی هم روان ده چې یو ناڅاپه د ونو له قاته وحید راوزي د ضیاګي مخې ته دریږي، څو لغتې یې وهې «د مزدور بچیه ته مکتب څه کوي خپله مزدوري دې کوه، یابه زمونږ مزدوري کوې یابه مکتب وایې». ضیاګي هیڅ ورته ونه ویل، خو دا خبره به یې هیشه ذهن ته راتله «د مزدور بچیه ته مکتب څه کوې».

د ژمي رخصتي تیره شوه، د مکتب له شروع کیدو یوه اونۍ تیره شوه ضیاګی مکتب ته لاړه نه، ډیر خفه وو، د غوا اخور نه یې پښې باندې راویستلې وې، اخور کې ناست وو، خان غږ پرې وکړ: ضیاګیه بچیه مکتب ته ولي يې تللی؟ ضیاګي د وحید له ویرې هیڅ نشو ورته ویلی، بهانه یې ورته وکړه: خان صاحب راباندې ناوخته شوه. خان څو ورځې ولیده چې نوموړی مکتب ته نه ځي خو ده به همیشه یوه بهانه ورته کوله. خان د زیارت ګل لالا د کور خوا ته ځې ترڅو معلومه کړي چې ضیاګی ولې مکتب ته نه ځې، د خان په زیارت ګل لالا سترګې ولګیدلې چې مټې او پایڅې یې بډوهلې چې همدا شیبه له معمارې راغلی د زاړه کاریزه پر غاړه ولاړ ده، له خپلو کالو وچې شوي خټې پاکوي، «واا زیارت ګله ښه شو چې ومې لیدلې کنه زه اوس کورته در تللم.

ـ خیرت ده خان صاحب زه به دي در غوښتی وم. زیارت ګل د لاس مټه خان ته وړاندي کوي، خان صاحب جامې مې ککړې دي جامې درته ککړی نکړم ستړی مشې خان صاحب.

ـ اووو زیارت ګله غاړه راکړه له خاوره جوړ یو او تورو خاورو ته به ځو نو له خاورو به څه بد وړو، د دي تپوس ته درتلم چې ضیاګی مکتب ته نه ځي ولې څه خبره ده؟

ـ خان صاحب مزدوري او مکتب نه کیږی، یا به مزدوري کوي یا به مکتب وايي، دواړه نه کیږی.

خو خان ټینګار کوي چې نه تیر کال اول نمره کامیاب شوی، ضیاګی ښه استعداد لري باید مکتب ته ولاړ شي.

ـ وا خان صاحب ته چې دومره ټینګار کوې غم همدغې اول نمره ګۍ جوړ کړی. زیارت ګل په ټوله کیسه پوه کړ.

ـ ښه زیارت ګله غم مکوه زه به یوه چاره وکړم.

سبا سهار خان د مکتب ادارې ته ولاړ د ضیاګي د تبدیلي وړاندوینه یې له دغه ټولګي بل ته وکړه. د مکتب ادارې موافقه ورسره وکړه او ضیاګی یې بل ټولګي ته تبدیل کړ، خان کور ته ولاړه، وحید چې له مکتبه راغی خان ورته کړل: وحیده زویه ښه دي سر خلاص کړه نور وانه ورم چې ضیاګی ستا له ویرې مکتب ته ندی تللی، هغه مې بل ټولګي ته تبدیله کړ. ضیاګی هم خبر شولو له خان څخه یې ډیره مننه وکړه ډیر زیات خوشحاله وو نور یې خپل مکتب ته ادامه ورکړه.

اته کاله ضیاګی په همدي ډول د خان غوا هم مړوله، مکتب ته به هم تللو. خان به له پنځلسو کالو غټ مزدور نه نیولو، خان ضیاګې ته ډیر عذر کوې، د غوا لپاره بل وړوکی مزدور نیسې. ضیاګی خپل کور ته ځي، له یوي خوا ضیاګی بیکاره کیږي له بلې خوا لالا هم د مټو له زوره لویږې، نور یې د معمارۍ کار له توانه نه کیده.

ضیاګی په یوه لرې سیمه کې مزدوري پیدا کوي، خو دا مزدوري په یوه شرط وه چې یو کال به کور ته نه راځي، د مجبوریت له وجهې یې قبلوي. دا د ضیاګي لپاره او د هغه د مور او پلار لپاره ډیري سختې شیبې وي، له یوي خوا ضیاګی له مکتبه پاتې کیږي او له بلې خوا د لمړي ځل لپاره د یو کال لپاره مسافر کیږي. ضیاګی له کور کلې او همصیفیانو پداسې حال کې خدای پامانې اخلې چې د ټولو له سترګو اوښکې بهیږي. ضیاګی د یوکال لپاره له مور او پلاره بیلیږي، په نوي کار پیل کوي.

تر ډیره وخته پورې به ضیاګي ټوله شپه په ویښه تیروله، ځکه ده ته به بغیر د مور له زنګانه نه خوب نه ورتللو، مور او پلار به یې هم د شپې ډوډۍ له اوښکو سره خوړله ځکه بغیر له ضیاګي یې یوه مړۍ هم نه تیریدله. تر ډیره وخته په ضیاګي او د هغه په مور او پلار همداسې سختې شپې تیریدلې. د کال اخري شپې را رسیږي، خو دا اخري شپې او ورځې هره یوه په ضیاګي داسې تیریږي لکه یو کال، مور به یې هم له سهاره تر ماښامه د کور په بام تیروله، د دوی کور ته ټولې راغلې لارې به یې څارلې.

یوه ورځ چې د ضیاګي مور د سردرد له امله ناروغه وه، په اطاق کې پرته وه چې د کلې یوه ماشومه په منډه منډه راځې «ابۍ وا ابۍ زیري مې درباندې ضیاګی راغی»، ابۍ هم چې سر یې په یوه ټوټه کلک تړلی له اتاقه په منډه راوځې «له ضیاګي مې جار کړې چیری لوري». ابۍ له ماشومې سره په خبرو وه چې یولوړ قد غټو سترګو لرونکې ځوان چې تور کاکول یې پر سپین مخ راپروت وو، تورې نرۍ ږیرې او نرکیو بریتو یې ښکلا دوه چنده کړي وه د کور په دروازه راننوت. ابۍ خپل زوی په غیږه کې نیسي، له ډیري خوشحالۍ نه یې له سترګو اوښکې راځي، څو ځله یې د مخ په دواړو خواوو مچو کړ، «له نرکیو بریتو او تور کاکول دي ځار شم زویه».

ضیاګي له ځان سره د کور لپاره یو کلن خرڅ هم راوړی، ټول کلیوال به یې ستړي مشي او لیدلو ته راتلل، ضیاګی خپل مور او پلار ډاکتر ته بیايي، دوا پرې کوي، په کور کې ضیاګی، مور او پلار یې له خوشحالۍ ډکې شیبې لري. د ضیاګې مور او پلاره د ضیاګي د کوژدي خبره هم په خوله کې اړوله، پلار به یی ویلې: زه مې خورزه ورته کوم. مور به یې ویلې: زه مې خورزه ورته کوم. ټوله ورځ به یې له مور او پلار سره کور کې تیروله. کلیوالو به هم د ضیاګي د کور دروازې ته کتل چې کله به ضیاګی له کوره راووزي، خو د ضیاګي د کور دروازه نه خلاصیږي.

هر مازدیګر به کلیوالو ځوانانو د کلي تر څنګه د والیبال لوبه کوله، د کلي ځوانان په ضیاګي پسې کور ته رازي، ضیاګی له ځان سره والیبال ته بیایې، ټول کلیوال په خوشحالۍ سره لوبې کوي چې یو ناڅاپه امریکایې ډرون الوتکه بمبار کوي او د لوبو میدان په تورو دوړو کې پټیږي، د ځوانانو خندا د زخمیانو په زګیرویو بدلیږي چې په دې ترڅ کې دوه نفره شهیدانیږې او پنځه نفره شدید ټپي کیږي، چې ضیاګی هم د شهادت لوړ مقام ته رسیږي، د ضیاګې په شهادت په ټول کلې د غم څادر خوریږي، مور او پلار خو یې بلکل پرځان نه پوهیږي چې څه کیسه راپیښه شوي، لالا به ویل زما زوی نده شهید، زما زوی ژوندی ده، په ریږدیدلو لاسونو به یې لاسي برق له جیبه راویوست، مخته به یې ور روښانه کړ چې دا به زما ضیاګی نه وي، او خلکو زما ضیاګې را وښيئ! زما ضیاګې زما یواځینی زوی چیرته ده؟. ضیاګی دفن کوي، د ضیاګي په بیلتون کې یې مور ته عصبې تکلیف پیدا کیږي، د ضیاګي هر همزولی به یی چې ولیده په غیږه کې به یې نیوه او ویلې به یې: دا مې زوی ده.

پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x