افغانستان

پکتیکا: په ښرنه کې د دولتي مامورينو لپاره ښارګوټى پرانېستل شو

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د دولتي مامورينو لپاره د يوه ښارګوټي د جوړولو او پر هغوی د نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

د پکتيکا والي محب الله صميم د دې ښارګوټي د پرانېستې پرمهال رسينو ته وويل، چې له دې وړاندې په پکتيکا کې هېڅ د استوګنې دولتي يا غير دولتي ښار ګوټي شتون نه درلود.

هغه زياته کړه، چې ټولو پکتيکاوالو کليوالي ژوند کاوه او د ښاري ژوند د استوګنې په برخه کې د پکتيکا ټول هغه مامورين، چې د پکتيکا په  ادارو کې دندې پرمخ وړي، له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د نوموړي په خبره، په پکتيکا کې ډېری مامورين له نورو ولايتونو څخه راغلي او دلته په دولتي ادارو کې دندې پر مخ وړي؛ خو د ځاى د نشتوالي له امله يې کورنۍ په خپلو ولايتونوکې مېشتې دي.

د پکتيکا والي وويل، چې دا ښارګوټی په ۶۵۴جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې ۱۰۰۰نومرې به يې په ملکي او نظامي مامورينو سربېره په يو شمېر قومي مشرانو او مخورو هم ووېشل شي.

د صميم په وينا، په نومرو سربېره به دغه ښارګوټی د ۵۲دوه پوړيزو کورونو پنځه بلاکه هم ولري، چې د پکتيکا د ښاروالۍ په بوديجه به جوړ او مامورين به ترې ګټه اخلي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښارګوټی به نورې کومې اسانتياوې ولري؟ وويل، چې دا ښارګوټی به ۴جامع جوماتونه، د نجونو او هلکانو دوه لېسې، ۲۹سوداګريز مارکېټونه، سړکونه، برېښنا، پاکې اوبه، پارکونه او يو شمېر نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

صميم وويل، چې په دې ولايت کې د مامورينو د کمښت تر ټولو لوى لامل په دې ولايت کې د ښاري  ژوند د اسانتياوو نشتوالى دى.

د پکتيکا ښاروال محمد ظاهر وويل، چې دا په پکتيکا کې لومړنی ښارګوټی دی، چې د ولسمشر کرزي په امر او د ښار جوړونې وزارت په منظورۍ جوړېږي او يادې ټولې اسانتياوې به ولري.

ښاروال زياته کړه، چې په دې ښارګوټي کې د نومرو پلورل او پېرل تر هغه وخت پورې منعه دي، ترڅو يې له دولت څخه د خپلې نومرې رسمي قباله نه وي ترلاسه کړي.

ابدالي محزون- پکتیکا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x