ټکنالوژي

اسر (Acer) کمپنۍ خپل بل سمارټ فون بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه ۱۳۹۳ل): اسر (Acer) کمپنۍ یو ځل بیا غواړي یو نوی سمارټ فون له وینډوز اپریټنګ سیسټم سره د دغې کمپنۍ کاروونکو ته وړاندې کړي.

دغه کمپنۍ له دې وړاندې هم دوه سمارټ فونه چې یو یي لیکویډ اي ۳ (Liquid E3) او بل يي لیکویډ جیډ (Liquid Jade) نومول شوی وو کاروونکو ته وړاندې کړی وو کوم چې د کاروونکو توجه جذبولو کې پاتې راغلي ول.

خو د ټایوان هیواد دغه کمپنۍ له ماتې خوړلو سربیره بیا هم غواړي چې نوی سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه کمپنۍ غواړي راتلونکی نړیوال نندارتون کې دغه سمارټ فون نندارې ته وړاندې کړي.

د دغې کمپنۍ مشر جېسن چېن د دې هیواد یوې ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې دغه کمپنۍ به ډیر ژر راتلونکی نړیوال نندارتون ته دغه سمارټ فون وړاندې او کاروونکو ته به يي معرفي کړي.

دغه کمپنۍ همدا راز وویل چې د دې کمپنۍ راتلونکي سمارټ فون به د وینډوز ۱۰ له اپریټنګ سیسټم او نوي ځانګړتیاو سره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

اسر کمپنۍ مشر چېن وویل چې مونږ کوښښ کوو چې د دې سمارټ فون له وړاندې کولو سره د سمارټ فون په برخه کې په فعالیت پیل وکړو او مختلفو هیوادونو ته سمارټ فونونه وړاندې کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x