افغانستان

عدليې او کلتور وزارتونو ته نوي نوماند وزيران معرفي شول

نن ټکی اسيا (سه شنبه، سلواغې۷مه، ۱۳۹۳ل) : د افغانستان ولسي جرګې ويلي چې د هغو نوماند وزيرانو له ډلې چې دوه تابعيتونه لري درې تنه يې له خپل دويم تابعيته نه تيريږي.

ويل کيږي چې اوس ولسمشر غني د عدليې او کلتور وزارتونو ته نوي کسان معرفي کړي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره عبدالباري جهاني او همدارنګه د عدليې وزارت لپاره نجيب فهيم معرفي شوی دی.

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره آی سلطان خيري او عدليې وزارت لپاره احمد سير مهجور د ولسمشر له خوا معرفي شوي ؤ چې دواړه د دوو تابعيتونو لرونکي وو.

ويل کيږي چې ولسي جرګې بهرنيو چارو وزارت ته د نوماند وزير صلاح الدين رباني او کورنيو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي د دويم تابعيت پرېښودل منلي او ويلي يې دي چې دغه نوماند وزيران له خپل دويم تابعيته تېر شوي او اسناد يې دوی ته رسېدلي دي.

صلاح الدين رباني او نور الحق علومي نن ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه هم وړاندې کوي.

ولسي جرګه وايي احمد سير مهجور  عدليې، آی سلطان خيري د اطلاعاتو او کلتور او شاه زمان ميوندی د ښار جوړونې وزارتونو ته نوماند وزيران نه غواړي چې له خپل دويم تابعيت څخه تېر شي.

عبد الباري جهاني یو لیکوال، شاعر او ژورنالیست دی، نوموړي په ۱۹۸۳ کال امریکا ته کډه شوی او نږدې دوه لسیزې يې په امریکا غږ راډیو کې د نطاق په توګه دنده ترسره کړې.

ګومان کیږي چې عبد الباري جهاني هم د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لري. ویل کیږي چې نوموړي په امریکا کې د شل کلن مهاجرت پر مهال د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړی.

راپور: سليمان متوزی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
lممتاز خان

نظر به راپور سټاک هوم انتر نیشنل ریسرچ انستیتوت – در دنیا ۹ مملکت دارای بم اتومی هستند که جمله تعداد بم های اتوم به ۱۶هزار و ۳ صد میرسد که ازاین جمله به تعداد ۴۰۰۰ ان اماده فیرو یا حمله است – امریکا و روسیه جمله ۹۳٪ بم های اتم دنیا را دارا هستند- در سال ۲۰۱۳ جمله تعداد بم های اتوم در دنیا بتعداد ۱۷ هزار ۲۷۰ بود که فعلا به ۱۶ هزار ۳۰۰ پایین امده – امریکا – روسیه – چین- پاکستان- فرانسه- هندوستان- اسرایل -کوریایی شمالی و انګلستان ممالک دارای بم اتوم هستند- امریکا اولین مملکت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x