ټولنیزه برخه

د ښځو د ازادي پلوي مصري لیکوال قاسم امین پښېماني

حامد افغان

قاسم أمين [مړ1908م] مشهور مصری لیکوال او ادیب دی، دی په عربي نړۍ کې د ښځو د ازادي سرخیل بلل کیږي، د ښځو د ازادي په اړه که د ده د دوو کتابونو اغیز ته وګورو نو دا سړی په ټول ختیځ کې د ښځو د ازادي سرلاری بللی شو، د ده مشهور کتاب “تحریر المرأة ” په عربي او اسلامي نړۍ ژور اغیز وکړ او دا کتاب د انګلیسي په شمول نورو ډېرو ژبو ته وژباړل شو.

د قاسم امین د دې کتاب په رد باندي څو کتابونه ولیکل شول چې څو مشهور یې دا دي: د مصري اقتصاد پوه طلعت حرب كتاب “فصل الخطاب في المرأة والحجاب”، او بل مشهور کتاب د محمد فريد وجدي دی چې “المرأة المسلمة” نومیږي، دا کتاب مشهور هندي عالم او لیکوال ابو الکلام ازاد اردو ژبې ته د ” مسلمان عورت ” په نوم ژباړلی ده، د مرحوم ازاد دا کتاب عادي ژباړه نه ده، دا داسۍ برېښي لکه د ده خپله لیکنه، البته د فرید وجدي د کتاب منځپانګه یې تر ډېره حده راخیستې ده او په ډېرو ځایونو کې د مرحوم ابو الکلام ازاد استدلال او منطق ډېر پیاوړی لیدل کیږي. خو قاسم امین د خپل کتاب (تحریر المرأه) په دفاع کې بل کتاب د ” المرأة الجدیده ” په نوم ولیکه.

قاسم امین اصلاً د محمد عبده د مکتب شاګرد بلل کیږي، په فرانسه کې د زده کړو په مهال له سید جمال الدین افغان او محمد عبده سره شناخته شوی و او بیا څه موده د محمد عبده ژباړن هم پاته شو، دا بیله خبره ده چې د سید جمال الدین افغان او محمد عبده د مکتب شاګرد وروسته د لویدیځ په چوپړ اخته شو، اصلاً د سید جمال الدین افغان ژوند په دوو برخو ویشلی شو یو یې د انقلابي افکارو زمانه ده او بله یې د اصلاحي او نرمو افکارو، ده او د ده مصري شاګرد محمد عبده چې کله په اروپا کې وخت تیر کړ په انقلابي ذهن کې یې یو څه نرمي پیدا شوه او د همدې نرم ذهنیت د وخت ځیني شاګردان یې وروسته لویدیځ ته مایل شوو او متاسفانه ځیني یې د لویدیځ د افکارو په خدمت بوخت شول لکه همدا قاسم امین.

عجیبه خو دا ده چې قاسم امین له خپل مرګ دوه کاله مخکي (کال 1906م) کې د ښځو په اړه په خپل فکر او نظر پښېمانه شو او په دې کال کې یې د مصر د ” الطاهر ” په نوم یوې مجلې دا پښېماني او اعترافات خوندي کړي دي، قاسم امین وایي: ما خلک د ښځو د ازادي په باره کې د فرنګیانو تقلید ته رابلل، آن د حجاب څیرلو دعوت مې هم خلکو ته ورکړ او دا چې ښځه باید له سړیو سره په هر کار کې برخه واله وګرځي، خو متاسفانه ما چې د دې فکر پساتونه ولیدل زه اوس د دې دعوت په خطر او تاوان پوه شوم، هر ځای له همدې امله میرمنې د سپکو او بېلاري خلکو له لاسه زوریږي او بې عفته کیږي، الحمد لله چې زه یې د خپل فکر او نظر په سر سپک کړم او زما په مقابل کې خلک راپورته شول. [عودة الحجاب].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x