افغانستان

طالبان په کابل کي د هلیکوپتر الوتکي د راغورځولو خبر ورکوی

copter_afgنن ټکی آسیا: په یوه خبرپاڼه کې چي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکی آسیا ته را لیږل شوي، ویل شوي چي تیره شپه پر ۳ بجو طالبانو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په وریښمین تنګي کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه په راکټ وویشتله او را نسکوره يې کړه.

په خبر پاڼه کې راغلي چي د لومړیو کره معلوماتو له مخي به الوتکه کې ۷ بهرني سرتیري وژل شوي دی، او سیمه تر اوسه هم بهرنیانو له خوا تر محاصره لاندي ده.

دا پيښه په داسي وخت کي را منځته کیږي چي ایله دوه ورځي مخکي د میدان وردګ او د خوست په ولایت کې دبهرنیانو دوې الوتکي د طالبانو له خوا را نسکوري کړه شوې، چي په میدان وردګ کې يې یوازي خپله بهرنیانو د ۳۰ تنو عسکر وژل ومنل.

او د خوست ولایت په موسی خیل ولسوالۍ کې د الوتکي په اړه بهرني ځواکونو خبر ورکړ چي د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناستي ته مجبوره شوه، او الوتکي ته په کي زیان ورسیدی، خو سپرلي يې ټوله محفوظه پاتي شول.

په خبرپاڼه کي راغلي چي بهرني ځواکونو په نورو ورته پيښو يا سترګې پټي کړي او يا يي هم دتخنيکې عوارضو په جم کې تيرې کړې دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x