افغانستان

بشردوست: په کابل کې د بهرنیو تابعیتونو لغوه کول امکان نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه،سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی داکتر رمضان بشردوست وايي چې په میاشت د ننه وخت کې د بهرنیو تابعیتونو لغوه کول امکان نه لري.

نن د ولسي جرګې غړو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره د نوماند وزیرانو د دویمو تابیعتونو د رد تاييد وکړ او هغوی يې ولسي جرګې ته خپلې تګلارې هم واورولې.

رمضان بشردوست نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د دې وزیرانو د تابعیتونو د لغوې تاييد د قومي اړیکو پر بنسټ شوی چې هیڅ قانوني حیثیت نه لري.

هغه ټینګار کاوه چې د ولسي جرګې غړي د دوی د تابعیتونو د لغوي تر تاييد وړاندې باید د انګلیستان او هالنډ د تابعیت قوانين ولولي.

نوموړي وویل چې دا د یو پښتون لپاره شرم دی، چې د یو پښتون په خاطر ټول قوم قرباني کوي، یا هم یو هزاره د بل هزاره لپاره خپل قوم قرباني کوي.

بشردوست ټینګار کاوه، چې بهرنی تابعیت په کابل کې هغه هم په دومره لږه موده کې هیڅ امکان نه لري.

د بشردوست په خبره په بهرنیو هېوادونو کې د تابعیت اخیستل د سنډویچ یا یو قوتي سګريتو اخیستیو په څېر نه دي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم بشردوست په نوماند وزیرانو نیوکې کړې دي، چې د ولسي جرګې د مشر له لوري د جرګې له تالاره ویستل شوی دی.

نن د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر صلاح الدین رباني د انګلیستان تابعیت او د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر نورالحق علومي خپل هالنډ تابیعت لغوه اعلان کړ، چې ولسي جرګې يې په تایید کې شنه کارتونه پورته کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

بشردوست رښتیا وایی په انگلستان کی چی څوک لس واری پاپ او MI6ته سجده ونه کړی تابعیت چیری ورکوی همداشان دی هالنډ هم در واخله

غوربندي

د متعصبو او ګمراه رهبرانو (رباني او مسعود) ذریه د انګریزانو تر فوق العاده تدریب لاندې قرار لري په بل عبارت د انګریزانو بچه خواندګان دي انګریزان د رباني او مسعود پاته شوني او د کورنی ځوان او تنکي ماشومان په میاشتو میاشتو خپلو نامعلومه کمپونو ته بیایي او زمونږ په ټولنه کې د پاییدلو او پاته کیدلو او واک چلولو چلونه او تمرینونه ورته ښایي. دا ډول حرامزادګانو ته انګریزان هر ډول اسناد چی د دوی په مطرح کیدو کی مرسته کولای شي تهیه کوي. ددی ناخلفه قشر تربیه په داسی توګه کیژي تر څو په اوږد مهال کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x