افغانستان

فاریاب: طالبانو په قیصار کې د قومندانانو په ګډون دیارلس عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال کې د فاریاب چارواکي وايي چې د دې ولایت په قیصار ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښته شوې.

طالبان وايي چې په دې جګړه کې يې د دوو قومندانانو په ګډون دیارلس عسکر وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی لومړی د ماین په وسیله د  اردو د عسکرو رینجر والوزوله چې پکې سپاره پنځه تنه يې ځای پر ځای ووژل.

د خبرپاڼې له مخې له چاودنې وروسته جګړه پیل شوه چې د مازیګر تر ناوخته يې دوام وکړ.

قاري یوسف احمدي وايي چې په یاده جګړه کې يې اته عسکر ووژل او څلور نو ټپیان شول، چې په وژل شویو کې د سیمې مشهور قومندنان رفیع الله او محمد قسیم هم موجود دي.

هغه وايي چې په جګړه کې د دوی ملګرو ته زیان نه دی اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shirali

اسلام علیکم دغه خبر کوم چی تاسو نشر کړی دی چی وایی (۵) افغان پوځیان یی په شهادت رسولی دغه بالکل دروغ دی زه پخپله فه میمنه کی په (PRT ) کیمپ کی یم ما پخپله ولیدل چی (۲) افغان پوځیان شهیدان شوی وو نو دا (۵) افغان پوځیان نه دی په شهادت رسیدلی دروغ هیڅکله هم مه وایی

وسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x