د بهرنیانو څلور تنه عسکر د افغانستان په ختیځ او سویل کي ووژل شول
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر اعلان وکړ چي د افغانستان په ختیځ او سویل کې د طالبانو په بریدونو کې ددوی څلور تنه عسکر ووژل شول.
د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول، چي نن د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د برید له کبله دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.
همداراز په خبرپاڼه کي ویل شوي چي د افغانستان په سویل کې هم د طالبانو په بریدونو کې ددوی دوه تنه بهرنی عسکر ووژل شول.
په خبرپاڼه کې د وژلو شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.
باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې د بهرنیانو له خوا خپل د ۴۹ تنو عسکرو وژل کیدل ومنل شوه، چي ۳۰ يې په یوه ځل د میدان وردګ د سید اباد ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د هلیکوپتر د را لویدلو له کبله وژل شوې وه.