نړۍ

مشهور الماني لوبغاړی په اسلام مشرف شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د فوټبال یو مشهور الماني لوبغاړي «ډاني بلوم» د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.

ډاني بلوم ۲۴ کاله عمر لري او د اسلام منلو سبب یې په ترکیه کې د یو مسجد څخه کتنه ښودلې ده. نوموړی وايي:

«په دې وروستیو کې یو مسجد ته ورغلم، د مسجد چاپیریال راباندې دومره اغیز وکړ چې زړه مې په دربیدو شو، نو هماغه وخت مې تصمیم ونیو چې د دغه دین په اړه به مطالعه کوم».

ډاني بلوم زیاتوي چې په پیل کې د دغه تصمیم له نیولو څخه ډاریده، خو وروسته یې زړه غټ او پلار ته خبر ورکړ چې د اسلام دین یې قبول کړی.almaan player

د اسلام په مبارک دین له مشرف کیدلو وروسته نوموړي اسلام د محبت او اخوت دین بللی.
ډاني بلوم زیاتوي:

«داسې محسوسوم چې اسلام زما د قوت سبب دی او د مستقبل په اړه ما ته هیلې او امیدونه رابښي، په لمانځه سره نفسي آرامي او سکون حاصلوم».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دې ځوان ته خوش امدید وایم

دا ځوان به لدې وروسته له خپل ټول شهرت سره سره د مسلطی میډیا له خولې لویژي ځکه چې خداوند متعال ته تسلیم شو.

یحیی

ډير خوښ شوم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x