افغانستان

زابل : دبهرنیوځواکونوداکمالاتي کاروان موټر سوځول شوي

.نن ټکي اسیا : د زابل ولایت امنیه قمندان محمد جان رسولیار رسنیو ته ویلي چې دمخالفینو یې دناټو اکمالاتي کاروان تر برید لاندې راوستلی . رسولیار ویلي چې په دې برید کې چې تېر ماښام دشهر صفا ولسوالۍ داسحاق زو مانده په سیمه کې رامنځ ته شوي دناټو اووه عرادې اکمالاتي موټرونه په برید کې له منځه تللي او سوځول شوي دي او همدارنګه یې یو تن موټر چلونکی هم وژل شویدي .

 

طالبانو دپېښې پړه په غاړه اخستې او ویلې یې چې برید ددوي ملګرو مجاهدینو کړی .

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې ملګرو یې په نوموړي برید کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ، دناټو(۲۸)عرادې اکمالاتي موټرونه ویشتلي او لمنځه وړي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x