دوبۍ هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو مصروفې هوايي اډې ویاړ ترلاسه کړ

نن ټکی اسیا (نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د برتانيې د هیترو هوايي ډګر څخه هغه ویاړ ګټلی چې د نړۍ مشغوله هوايي اډه وه.

متحده عربي اماراتو ویلي چې په ۲۰۱۴ کې د دوبۍ نړیوال هوايي ‌ډګر څخه ۷۰ میلیونه او ۵ لکه مسافر راغلي او هیترو هوايي ډګر چې پخوا تر ټولو ستره او مصروفه هوايي اډه وه، ۶۰ میلیونه او ۸۰ لکه مسافر ددغه هوايي ډګر له لارې تللي او راغلي دي.

د دوبۍ هوايي ډګر چارواکو دغه یوه ستره بریا ګڼلې ده.

بل پلو د هیترو هوايي ډګر ویاند ویلي چې هیترو نړیوال ډګر له څو کلونو راهیسې د مسافرو د زیاتولو کوښښ کوي خو د ځای له کمښت سره مخ دي. «برتانیه له تېرو ۳۵۰ کلونو راهیسې د نړۍ تر ټولو سترې بندرګاه او هوايي ډګر ویاړ درلودلو، خو هیترو هوايي ډګر د ځای له کمښت سره مخ و او له همدې امله دغه ویاړ اوس دوی نه لري».

دوبۍ هوايي ډګرونو چارواکي وايي چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د مسافرو په شمار کې ۶،۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دوبۍ د هوايي ډګرونو رییس شیخ احمد سعید المکتوم ویلي چې «د دوی موخه داده چې دوبۍ د اسیا نړیوال مرکز وګرځوي».

عربي امارات چې د نورو ویاړونو پر ځای یواځې د مصنوعي ویاړونو په لټه کې دي، د ۲۰۱۵ کال په پیل کې یواځې په اور لوبو دومره مصارف لګولي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی چې د اقتصادپوهانو له قوله په دغو پیسو ۴ وار غزه جوړیدلای شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د