نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه! – نهمه برخه

صالون کې هوا ډیره یخه چلیده ،د کنډیشنونو ښه تیز اواز اوریدل کیده ، زه کلیمې وایم خو مګر ژبه راسره ملتیا نه کوي سمه په تالو پورې ونخته، عسکر وایر راپورته کړ او د وایر په سر کې یې

( کړپ ،کړپ ) څه ورواچول ، زه لږ نور هم په کرسی کې راجوخت شوم ،پښې مې په ځمکه لګیدلي وې خو ملا مې له کرسی نه لږ رالري کړه،وایر مې لیده چې زما دغوږونو سره جوخت یې ایخوا دیخوا کاوه، عسکر مې غلي غوندې ګوشکی له غوږونو لیري کړې، او له دې سره یودم یې یوه خطرناکه چیغه وکړه اوپه ډیر زور یې وپوښتلل چې :
وچ یو نوم ؟!

زه یې دومره سخت وویرولم چې ان په کرسی کې پورته والوتم یو ټوپ مې وکړ،نوم مې بیخې له یاده ووت بلاخره ده پخپله وویل چې:
ټو ،
زیرو ،
پور ،
پور ،

ټو ،
زیرو ،
پور ،
پور ،

زه غلی شوم کیناستم خو داسپی نور هم په تیز اواز لګیا دی او همدا نوم تکراروي تر هغې پورې نه غلی کیده چې تر څو ما ورسره همدا نوم بدرګه کړ ، زړه مې هم رپیده او له ده سره مې یوځای په نه زړه همدا سندره هم تکراروله نور هرشی پوره وو لوډسپیکر ډیګونو ته هیڅ ضرورت نه لیدل کیده، په کانګریټي صالون کې بې له دې هم زمونږ غبرګو اوازونو انګازې کولې خو صرف یو شي چې نه لیدل کیده هغه موسیقي وه چې هغه ارمان یې هم وروسته راپوره کړ چې په شپو شپو به یې همدا امریکایي سندرې په لوډسپیکرو کې ښه په درز کې غږولې ، اول خو به خوب ته نه پریښودل کیدو اوکه بیاهم لږ غوندې به زمونږ پړسیدلي ستر ګې سره ورغلې نو به په توره شپه کې یو دم موسیقي ،ساز او سرود چالان شول او کله کله خو به د داسې ویروونکو وخشي ځناورو اوازونه راتلل چې تا به ویل چې همدا اوس پړانګ راپسې راغی او ژوندی یې په خوله کړم ، دا اوازونه به کله غلي شول او کله به بیرته چالان شول چې وخت په وخت به یې اواز زیاتیده او کمیده ، د یادونې وړده چې دا ډول شکنجې یا خو ټولو بندیانو ته نه ورکول کیدې او یا به په سلو کې دیرشو نفروله مونږ څخه د ویرې له کبله دا حال پټاوه ، خو زه هغه څوګ وم چې ددې پیښو عیني شاهد وم.
ما چې له څو میاشتو وروسته له ځینو بندیانو سره د زړه راز شریک نو ډیری یې داسې و چې زما په شان یې په
)bleak prison(
یانې پټ یا تور زندان کې د ظلمت شپې صبا کړي وې، د ضیآءالرحمن په نوم یو کونړي بندي چې
)I s o )
ایسو په نوم په کوټه قلفي ( یو نفري کوټې دي) زما تر څنګ کوټه کې اوسیده داسې څه راته ویلې چې انسان غوږونه یې بیخې له سره اوریدلی نشي، دای چې تقریبا څلور کاله یې کیدل دبند په لومړیو کې له داسې څه سره مخ شوی و چې قلم یې په لیکلو،غوږونه یې له اوریدلواو ژبه یې له بیانولو څخه عاجز دي ،داسې څه چې نه یې زه دلته دلیکلو تاب لرم او نه یې هم دخپلو لوستونکو لپاره مناسب بولم، ضیاءالرحمن نه یوازې دا چې کوم وسلوال طالب نه و بلکه پدې برسیره یې څوکاله په ملي اردو کې دنده ترسره کړي وه خو دخپلو شخصي دوښمنیو له وجې یې دا څوکاله د بګرام په کرغیړن زندان کې دوخشت شپې صبا کولې ،امریکایانو یوه ورځ هم ده ته دا نه وویلي چې ته ګناهګار یې بلکه تل به یې دا ورته ویل چې ته هسې د غلطو راپورونو ښکار شوی یې او ډیر زر به خپل کور ته رخصت کړل شې ، زر یې دا و چې په جنسې ځورونو ،شکنجو،جسمي ناروغیو برسیره یې کالونه کلونه بې سرنویشته تیر کړي او لاهم همداسې پروت و،
د بادشاه په نوم یو بل بندي هم چې تل به یې له مانه قرانکریم وایه تل له جسمي ناروغیو شکایت کاوه، د پلټنو پر مهال له واټربورډینګ نیولې تر جنسي ځورونې او په سپیو تحقیقات کول دا ټول هغه څه و چې دی په لومړیو کې ورسره مخ شوی و،بادشاه د لوګر ولایت د حزب اسلامي مشهور قوماندان قلم کشر ورور و چې دورور (قوماندان قلم) په شمول له ماسره د
min floor
زندان په نهمه پنجره کې اوسیده.
پدې برسیره امریکایانو افغان او نور خارجي بنديان په اوبو کې غرقول، جنسي زورونې يې ورکولې او په مياشتو مياشتو يې په تورو کوټو کې يوازې ساتل او امریکایي ساتونکو به پرې رمباړې وهلې او وېرول به يې، په لسګونو ساعته به يې په ماتو او زخمي پښو په ولاړه درول، په تړل شوو لاسونو پرله پسې څو ورځې پلټنې او تحقيق، په شپو ورځو او اوونۍ بې خوبه کول، په سړه هوا کې شپې ورځې درول او په وحشي طريقه خواړه ورکول، هغه هم د ستنې او پيچکاري په واسطه او . . . داسې نورې پېښې چې ما یې پخپلو غوږونو اوریدلي وې.
هغه بندیان چې نمبرونه یې له ۱۵۰۰ ښکته و یانې له یوه نه نیولي تر څوارلس پنځلس سوو پورې ټول له دا قسم وخشي شکنجو سره مخ شوي و .
هر بندي ته به پخپل نمبر باندې د اړتیا پر وخت نوم اخیستل کیده ،زه هم دوه زره څلور څلویښتم(۲۰۴۴ )بندي وم چې عسکر به بار بار همدا نوم ( ټو زیرو پور پور )راباندې تکراروه ،
دا نوم مې داسې پوخ په ذهن کې کیناستو چې د خوب پر مهال به لس متره لیري په مخابره کې هم واخیستل شو نو له وهمه به مې را ټوپ کړ او خوب به رانه وتښتید.

په لومړیو کې دا نوم راته ډیر ځورونکی او درد سر جوړ شوی و، ځکه زمونږ فکر او توجه به بلې خوا اوښتي وه خو عسکر به راباندې یو دم په لوړ اواز رمباړې ووهلې او وبه یې پوښتل چې :
وچ یو نوم ؟! (وټ ایز یورنیم)
نوم دې څه دی ؟!
مونږ به په داسې حال کې ځواب ورکاوه چې له یوې خوا به دده له ویروونکي او قهرجن اواز څخه ویریدلی و او له بلې خوابه پدې فکر او ژور سوچ کې تللي و چې په راتلونکي کې به څه پیښیږي او له مونږ سره به څه وړ معامله کیږي؟
اوس هم په په یوه اسپنیزه کرسی ناست وم چې یو څو ځلې مې همدا نوم تکرار کړی و ، نوم خو نه و، سمه لانجه وه ،که ددوی هدف له دومره زیات تکرار څخه دا و چې دا نوی نوم مو سم په ذهن کې کیني نو دا خو مو په لومړي ځل په لس پنځلس ځلې تکرار سره یاد شوی و حو نه، ددوی اصلي موخه دا وه چې مونږ ته پدې بار بار ویلو سره یو ډول ذهني شکنجه راکړي او مونږ هر وخت ترخپل فشار لاندې وساتي.
عسکر مې برقي لاین په سر راکیښود ما بسم الله وویله لدې سره یو شغ شو لاندې مې په زنګونانو تور ویښته را توی شول ومې لیدل چې د سر ویښتان یې راباندې وخریل ،شکر مې ویسته چې یاالله ډیر درنه راضي یم زه خو پدې ویره کوم چې هسې نه برقي شارټونه رانکړي خو نه، ددې بې دینه په لاس کې د سر خریلو ماشین و داسې یې په زور راباندې کشاوه، ما ویل چې د سر پوستکې یې له بیخه ورسره واخیست، یو دوه دقیقې وروسته یې د شاور (حمامونو) په لور بوتلم یوه اسپنیزه دروازه یې خلاصه کړه زه یې وردننه کړم ،دروازه یې بیرته قلف کړه او عسکر دباندې ووت ،زه یوه شیبه غلی ولاړ وم په پښتو کې یې وویل دلته ړاشه، زه په پټو سترګو ددروازې په لورې ورنیږدې شوم ،په دروازه کې د سړي د نامه په اندازه لوړ، یو وړوکی شان سوری و په هغه کې یې زما لاسونه بهر خواته داسې په زور کش کړل چې ټول بدن، سر او پوزه مې له دروازې سره ولګیدل،په سترګو کې پلاستیکي تورې عینکې مې سمې په په مخ کې ننوتې، لاسونه یې راباندې خلاص کړل په انګریزي کې یې ټرن اف (شاه راواړه) وویل لاندې هم یو وړوکي شان کړکی وه په هغې کې یې لاسونه رادننه کړل او زما د پښو زولنې یې خلاصې کړې زما له سترګو یې عینکې کش کړې ایخوا دیخوا مې وکتل مخامخ مې یو، لس دانې حمامونه ولیدل له پښو نه تر نامه پورې یې وړوکې وړوکي دیوالونه درلودل کټ مټ لکه زمونږ او تاسو د جوماتونو د استنجا ځایونه ،دحمامونونو ځای ډیر لوی نه و فقط لس دوولس متره اوږدو و چې مخامخ دروازه یې پنجرې ته ورته شکل درلود،دننې خوا نه بهر ولاړ عسکر لیدل کیده ،او خبرې یې هم ښه په لوړ اواز اوریدل کیدې شوې.
عسکر په انګلیسي کې وګړیده زه پرې پوی نشوم په ایشارو کې یې په خپل بدن لاس وواهه، مطلب یې دا و چې هلته غسل وکړه ولامبه ،زه زړه نا زړه وم، نه مې غوښتل چې پدې بربنډو حمامونو کې د عسکر پر وړاندې غسل وکړم، یو ځل بیا یې حمام ته د تلو راته وویل خو زه ځای پر ځای ولاړ وم عسکر په غصه شو،دروازه یې پرانستله یو دوه بکسه یې سم ګرم کړم لدې سره یې د حمام په لورې په ډیر زور ورټیل وهلم ، اوس نو پوی شوم چې لامبیدل جبري دي او باید ځان ته مشکل ونه ګورم، دحمام کوچنی دروازه مې په ځان پورې راکلکه کړه او یو دم اوبه راباندې راخلاصې شوې ،له یوې دقیقې وروسته اوبه بیرته بندې شوې ،ما د عسکر په لوري په پوښتونکي نظر وکتل ،عسکر د باندې نه د صابون د استعمال ایشاره وکړه ما هم تر څنګ یو وړوکی شان صابون را واخیست او په سر او ځان مې وواهه، صابون مې لا په لاس کې و چې بیا هم اوبه راباندې راخلاصې شوې ، اوبه په اول کې ډیرې یخې وې بیا ورو په ورو نرمې شوې خو یو دم سور اور شوې بدن مې وسوځید ، سور اور راباندې بل شو ستر ګې مې له صابونه ډکې وې ،جامې مې هم پر تن نه وې نه مې شوای کولای چې بهر ته ټوپ کړم خو ځان مې یوې خواته کړ، په زوره زوره مې ورغږ کړ،چیغې مې ووهلې : واټر ویري هاټ ،ویري هاټ !!
زما ویري هاټ کار ورنکړ عسکر په زوره زوره دا نارې وهلې چې:
ون !
ټو !
تري !
پور !
پایپ !
سیکس !
سیون !
ایټ !
ناین !
ټین !
فینش!!
اوبه بندې شوې زما سترګې لاسونه او بدن ټول له صابونه ډک و ،سترګو مې سخت سوخت کاوه عسکرته مې ورنارې کړې چې :
نو فینیش پلیز!،
ون مینیټ !
،سوپ ، سوپ!!
نور خو په انګلیسي نه پوهیدم ، له صابونه ډک لاسونه مې ورښکاره کړل خو عسکر اوسپنیزه دروازه په لغتو ووهله لدې سره ، لسو یولسو کسانو له نا معلوم ځایه ویروونکي رمباړې ووهلې اوپه پښتویې دا نارې کولې چې :
زړ شه ،زړشه!!
زړشه،زړشه!!
نور بیا . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x