نړۍ

فاينانشل ټايمز: د فرانسې زندانونه په جهادي مرکزونو بدل شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): فاينانشل ټايمز ورځپاڼې پوښتنه راپورته کړې چې د فرانسې زندانونه څرنګه په جهادي مرکزونو واوښتل؟

د څېړنيز راپور ليکونکی ټام بيرګيس ليکلي، چې د فرانسوي زندانونو له نېمې زيات بنديان مسلمانان دي او د پاريس پر چارلي ابدو کارټوني مجلې له بريد وروسته فرانسوي چارواکي هڅه کوي، چې د هغو لارو چارو مخه ونيسي، چې له امله يې زندانونه په جهادي مرکزونو بدليږي.

بيرګيس زياتوي، چې د فرانسې لومړي وزير مانويل فالز اعلان کړی، چې دوی خپل هېواد کې د مسلمانانو ټينګه څارنه پيل کړې او د دوی په اړه استخباراتي معلومات راټولوي او د هغو خلکو د نيولو په لټه کې دي، چې جهادي فکر لري.

ورځپاڼه زياتوي، چې فرانسوي چارواکو په دې اړه سلامشورې پيل کړي، چې جهادي فکر لرونکي مسلمان بنديان دې له نورو زندانيانو جلا شي او په ګرد هېواد کې بايد هغه خلک ونيول شي، چې د اصولي اسلام غوښتونکي دي، مګر لا هم فرانسوي چارواکي په دې اړه کومې رسمي پرېکړې ته نه دي رسيدلي.

فاينانشل ټايمز د فرانسې د تروريزم ضد ادارې پخواني مشر لويس کابرويلي له قوله ليکلي، که جهادي فکر لرونکي بنديان له نورو جلا شي، نو ستونزه به يې نوره هم زياته شي؛ ځکه چې دوی به دغو زندانونو کې يوازې وي او د خپل فکر ملګرو سره به نور هم قوي شي او چې له زندانه راوځي، نو له پخوا به هم زيات جهاديان وي.

لويس زياتوي، چې د جهاديانو لپاره د ځانګړو زندانونو ګټه دا ده، چې خپل فکر به نورو زندانيانو ته نه خپروي، مګر زيان يې دا دی، چې دوی به هلته خپل فکر نور هم قوي کړي او چې راوځي، نو له پخوا به زيات جهادي فکر لري.

ليکوال زياتوي، چې د پاريس پر چارلي ابدو مجلې او يهودي سوداګريز مرکز درې واړه بريدګر له دې وړاندې څو څو ځله د فرانسې په زندانونو کې بنديان شوي و او له را خلاصېدو وروسته هم تر څار لاندې و، مګر بيا هم په دې وتوانېدل، چې د دومره امنيتي تدابيرو سربېره هم د فرانسې په زړه کې بريدونه وکړي.

ټام بېرګيس د مقالې په پای کې ليکلي، چې د برتانيې په ګډون نور اروپايي هېوادونه هم خپلو زندانونو کې «افراطي» او جهادي فکر لرونکي زندانيان له نورو جلا ساتي او هڅه کوي، چې له دې لارې به دغه بنديان له خپلو افکارو واوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x