افغانستان

خوست: د موسی خیل په ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتره الوتکه را غورځېدلې

copter_afgنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي نن د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتره الوتکي د خوست ولایت د موسی خیل په ولسوالۍ کې را غورځول شوي.

هغه زیاته کړې چي دغه الوتکه د طالبانو له خوا په راکټ لانچر باندي وویشتل شول، چي د لګیدو وروسته سمدستي را نسکوره شول.

هغه وویل چي په الوتکه کي سپاره ټوله عسکر ووژل شول.

خو د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په کابل کي وویل چي ددوی یوه الوتکه نن د خوست ولایت د موسی خیل په سیمه کې بیړنۍ ناستي ته د تخنیکي ستونزو له کبله مجبوره شوه.

هغوی زیاته کړې چي په پيښه کې الوتکي ته څه نا څه زیان رسیدلی، خو په کښي ناست عسکر ټول خوندي دي.

هغوی دا هم ویلي چي په سیمه کې د مخالفینو د شتون او د هغوی د فعالیتونو کوم ډول راپور په لاس کي نه لري.

باید وویل شي چي تیره شپه دمیدان وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو سره د جګړې په وخت د بهرنیانو یوه الوتکه را وغورځول شول، چي په کښي ۳۱ بهرني عسکر او ۷ نور افغاني عسکر ووژل شول، د افغانستان ولس مشر حامد کرزي پر دغه پيښه باندي د امریکا ولس مشر اوباما ته خپله ژوره خواشیني هم څرګنده کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x