حارث سهیل: ټوله شپه پیریانو ډارولی یم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): راتلونکی نړیوال جام ته یوازې څو ورځې پاتي کوم لپاره چې پاکستاني لوبډلې هیڅ تیاري نه لري او د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لوبډلې په وړاندې سختې ماتې خورې.

تیره ورځ د دغې لوبډلې یو تن تکړه لوبغاړی ویلي چې په نیوزیلینډ کې يي ټوله شپه پیریانو ډارولی چې له ډاره يي مکمله شپه خوب نه دی کړی.

نیوزیلینډي رسنیو په وینا د پاکستان لوبډله د دغې هیواد په ریجز لیټیمر نومې هوټل کې وخت تیروي چې د شپې ناوخته د پاکستان ملي لوبډلې یو تن لوبغاړی د هوټل کارکوونکو ته شکایت کړی چې یو شمیر پیریان يي ډاروي او خوب ته نه يي پریږدي.

نوموړي د هوټل کارکوونکو ته ویلي چې یو شمير پیریانو د ده په کوټه قبضه کړی او د خوب تخت يي په زوره زوره خوځوي د کوم له ویرې چې نوموړی خوب نشي کولی.

د هوټل کارکوونکي له دې جنجال څخه خلاصون لپاره د دغې لوبډلې مشر روزونکی وقار یونس له خوبه پاڅولی چې نوموړي حارث سهیل له ځان سره خپلې کوټې ته بیولی.

حارث سهیل له پیریانو دومره ډار شوی و چې په سبا يي د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لوبډلې پریزیډنټ ۱۱ په خلاف لوبه کې يي برخه نه ده اخیستې.

د پاکستاني لوبډلې منیجر ویلي چې نوموړي په رښتیا هم ډار شوی و ځکه چې له پیښې وروسته يي تبه وه او له ویرې لړزیده او دا هم ممکن دی چې نوموړی د تبې له امله ګومان کړی وي چې پیریانو يي ځوروي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د