fbpx

د علم مينه، ۹۰ کلنه بوډۍ هم ښوونځي ته ځي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): ابتدايي ښوونځيو ته د پنځو او لسو کالو ماشومان ځي، مګر د کينيا په يو ابتدايي ښوونځي کې د يوې زده کوونکې عمر له خپلو نورو ټولګيوالو يو څه زيات نه، بلکې بيخي ډېر زيات دی او د نوي کالو په عمر داسې يو چا سره په ښوونځي کې ناسته ده، چې د لمسيانو او کړوسيانو همزولي يې دي.

دا ۹۰ کلنه بوډۍ پرسيلا سټي اينې نوميږي او څلور کاله وړاندې د مادالت کلي په «ليډز ون» ښوونځي کې شامله شوې او نوموړې هره ورځ ښوونځي ته ځي او د نورو زده کوونکو په څېر په رياضي، انګريزي، ورزش او نورو مضمونونو کې پوره برخه اخلي او د نورو ماشومانو په څېر يې شنه کالي اغوستي وي.

د خپل خوی او علم سره د مينې له امله نوي کلنه يپرسيلا د خپل کلي د ټولو ښځو ايډياله ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د