نړۍ

د امریکا-کیوبا له روغې وروسته فېډل کاسټرو وايي: «پر امریکا باور نه لرم»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): کله چې د تېر ډسمبر پر ۱۷مې د امریکا او کیوبا هېواد ترمنځ د اړیکو ۵۳کلنه ترېنګلتیا او کنګل حالت له منځ ولاړ او د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه چې اړیکي به عادي کوي، د کیوبا او متحده ایالاتو مشرانو دا پرېکړه هم وکړه چې په یوه او بل هېواد کې به خپل سفارتونه هم پرانیزي.

کیوبا چې د سړې جګړې (۱۹۴۵-۱۹۹۱) پر مهال د پخواني شوروي اتحاد بلاک ملګری و او تل یې د شوروي اتحاد په ننګه متحده ایالاتو ته ستونزې راپورته کولې، له امریکا سره يې د اړیکو دغسې بدلون غیرعادي پېښه وه. د اړیکو په دې بدلون کې د فېډل کاسټرو، د کیوبا نامتو کمونیست رهبر نظر ډېر مهم و چې تر پرونه ناڅرګند پاتې و.

کاسټرو پرون د کیوبا-امریکا د اړیکو د عادي کېدو باب وویل: «زه د امریکا پر سیاستونو باور نه کوم؛ خو دا پر دې مانا نه ده چې د شخړو هر سوله ییز حل ردوم».

دا لومړنی ځل دی چې د کیوبا انقلابي رهبر د ډسمبر له ۱۷مې وروسته نظر څرګند کړی. او باما هم د اړیکو د عادي کېدا په پار پر کیوبا د پنځو لسیزو بندیزونه ختم کړل او بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې د ترهګرۍ لېسټ کې د کیوبا پر شتون بیا غور وکړي.

د اړیکو د عادي کېدا په دې شنو څراغونو کې ولسمشر اوباما په روانې جنورۍ کې هغه ۵۳تنه کیوبایان بندیان خوشې کړل چې په امریکايي زندانونو کې بندیان وو. اوس یوازې د ګوتې په شمار کیوبایان امریکا کې د بند شپې تېروي.

۸۸کلن کاسټرو کمونیست ګوند ته په یوه لیک کې لیکلي: «نه پر امریکا باور کوم او نه مې هم په باب ورسره کومه خبره کړې ده». کاسټرو زیاتوي: «زه د شخړو سوله ییز حل نه ردوم. موږ د ټولې نړۍ له خلکو سره، د خپلو مخالفیتو په ګډون، د همکارۍ او دوستۍ دفاع کوو».

په واشنګټن کې هم د اوباما پر دې سیاست نیوکې شوې دي. جمهوریت غوښتونکي مکېن، لېنډزې ګراهام او جیب بوش هغه څېرې دي چې په هاوانا کې يې د امریکا سفارت پر پرانیستو نیوکې کړي دي.

فېډل کاسټرو د کیوبا هغه انقلابي مشر و چې د ولسمشرۍ په ټوله دوره کې يې پر امریکا باور ونه کړ او یو ځل یې په تازه څرګندونو کې د امریکا کړنې له داعش څخه هم «وحشي» بللې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x