افغانستان

د هلیکوپتر د راغورځولو په پيښه کې ۳۱ تنه بهرني او ۷ افغاني عسکر ووژل شول

tawabeetنن ټکی آسیا: نن د افغانستان د ولس مشر د ماڼۍ ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول، چي د یوې هلیکوپتري الوتکي د را غورځیدلو له کبله يې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو دیرش ۳۱ تنه فوځیان او پر هغه سربیره د ۷ افغاني فوځیان ووژل شول.

په خبر پاڼه کي راغلي چي ولس مشر حامد کرزي په دې پيښه خورا ژوره خواشیني ښودلې، او همداسي په دې اړه د امریکا ولس مشر اوباما ته او د وژل شویو کسانو کورنیو ته خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

نومړي همدا راز د هغو اوو تنو افغاني فوځیانو کورنیو ته هم خپله خواشيني ښودلې چي په دغه الوتکه کي وژل شوي وو.

په خبرپاڼه کې د پيښي وخت او ځای نه دي څرګند شوی، خو د دې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو، چي تیره شپه طالبانو د وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتره په داسي وخت کې را غورځوله، چي په عملیاتو بوخت وه، چي له امله يې په کښي سپاره ټوله ۳۸ تنه عسکر ووژل شول.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر تر اوسه د هلیکوپتر را غورځول تصدیق کړي ، خو د تلفاتو په اړه يې هیڅ ډول معلومات نه دي خپاره کړي.

پر افغانستان باندي د بهرنیانو د یرغل وروسته دا لومړی پيښه ده چي په رسمي توګه په دومره پراخه کچه په کښي بهرني عسکر وژل منل کیږي، ددې تر مخه په ۲۰۰۵ کال هم د امریکایانو یوه هلیکوپتر الوتکه په کنړ کې د طالبانو له خوا په نښه شوې وه، چي په کښي بهرنیانو خپل د ۱۶ تنو وژل منلي وه.

ددغو عسکرو په وژلو سره د بهرنیو ځواکونو د مرګونو شمېر د اګست په میاشت کې ۴۱ تنو ته پورته سو، او د کال د شروع څخه ۳۷۵ تنو ته پورته سو.

{youtube}cx2AoPgwpv4{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x