افغانستان

نوماندو وزیرانو ته نن رایه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګه په ننۍ ناسته کې په بودیجې د بحث سربېره هغه وزیرانو ته به رایه ورکوي چې خپل کاري پلانونه يې پخوا ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

همدا راز ټاکل شوې چې د ښځو چارو وزیره به هم نن خپل کاري پلان ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ ۲۴ وزیرانو په شمول د افغانستان بانک او ملي امنیت رییسان چې نیم یې د حکومت بل مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نوماند کړي وو، ولسي جرګې ته معرفي کړل چې له منځه يې ۱۸ خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او ۸ نور لا هم پاتې دي.

د معرفي شوو وزیرانو له منځه د بهرنیو، کورنیو اطلاعاتو او کلتور، نشيي توکو سره مبارزه، ښارجوړونې، کار او ټولنیزو چارو، عدلیې او د افغانستان بانک رییس چې دوه ګوني تابعیت لري، په اړه يې ولسي جرګې پریکړه کړې چې رایه به نه ورکوي.

خو تېره ورځ د ۷ وزیرانو له منځه دوه ګوني تابعیت لرونکي وزیران د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند صلاح الدین رباني او کورنیو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي، ولسي جرګې ته په یوه رسمي لیږل شوي لیک کې ویلي چې دوهم تابعیت يې پريښی دی.

په عین حال کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش تېره ورځ د آی سلطاني پر ځای عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزیر او احمد سیر مهجور پر ځای یې نجیب اقا فهیم د عدلیې وزیر په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړ.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن ورځ په عمومي ناسته کې وویل چې ننۍ ناستې اجنډا يې په بودیجه بحث او هغو وزیرانو ته رایه ورکول دي چې خپل کاري پلانونه یې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر تحصیلي اسناد نهايي شوي او د ولسمشر او اجراییه رییس په غوښتنه نوموړي ته رایه ورکول کیږي او نوماند وزیر دې په ننۍ ناسته کې ولسي جرګې ته خپل کاري پلان وړاندې کړي.

د ګډ حکومت کابینه چې په ۱۱۰ ورځو کې د سخت ناندرو وروسته اعلان شوه، لا هم د ولسي جرګې لخوا ورته د باور رایه نه ده ورکړل شوې او انديښنې شته چې ښايي نن یو شمېر وزیران ولسي جرګه رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x