wolasi jarga

ولسي جرګې د ۱۳۹۴ کال د بودیجې طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې د ۱۳۹۴ل کال د بودیجې طرحه نن په اکثریت سره تصویب کړه.

د ۱۳۹۴ل کال بودیجه نن د ولسي جرګې له حاضرو ۱۵۲ څخه ۱۳۲ غړو د بودیجې طرحې ته موافقه رایه ورکړه.

د نوي کال مالي بودیجه تر دې وړاندې دوه ځل ولسي جرګې رد کړې وه.

د ۱۳۹۴ل کال بودیجه چې نن ولسي جرګې تصویب کړه، په کې د را روان کال لپاره ۴۳۶میلیارده ۱۷۲میلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوي.

د ټولې بودیجې له منځه ۲۸۳ میلیادره افغانۍ د عادي بودیجې په برخه کې او ۱۵۲ میلیارده افغانۍ د انکشافي بودیجې په برخه کې دي.

دغه راز ولسي جرګې تر دندې وروسته د ځينو لوړپوړو چارواکو لپاره د ځانګړو امتيازونو په اړه د پخواني ولسمشر فرمان هم رد کړ او ويې ويل چې دې برخې ته هم پيسې په بوديجه کې نه شاملېږي.

د ولسي جرګې د مالي او بدیجې کمېسیون رییس امیرخان یار په ننۍ عمومي ناسته کې وویل چې ماليې وزارت په تېره بودیجه کې یو شمېر لازم تعدیلات کړي او وروسته یې ولسي جرګې ته تعدیل شوې طرحه رالېږلې.

یار زیاته کړه چې مالیې وزارت غوښتنه کړې چې ولسي جرګه د اجراییه ریاست او اقتصادي مشاوریت لپاره مشروطه بودیجه ومني.

د یار له قوله چې که ولسي جرګه هوکړه وکړي او امکان یې درلودلو ددغو بنسټونو مشروطه بودیجه په طرحه کې شامله شي او دواړه ادارې د ملي شورا څخه رایې ترلاسه کړي په هغه صورت کې به دغو بنسټونو ته بودیجه ورکړل شي او د ولسي جرګې د نه تایید په صورت کې به بودیجه نه ورکول کیږي.

د ولسي جرګې تر تصویب وروسته د بودیجې طرحه مشرانو جرګې او د مشرانو د جرګې تر تصویب وروسته به ولسمشر ته د توشیح لپاره ویوړل شي او تر هغه وروسته به عملي شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د