نظــر

افغان مهاجر د چا په اشاره ځورول کيږي؟

عبید تنویر

دا يو ښکاره حقيقت دي چې پاکستان او ايران د افغانستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي، چې ميلونونو افغانانو ته يې په ډير سخت او اړين وخت خپله د استوګني غيږه په پوره صميمت او اسلامي همدردي پرانيسته او د همدغو ګاونډيو هيوادونو مرسته او همدردي وه چې مجاهدينو د سره ښکيلاک او کمونيستي رژيم په مقابل کې نيږدې يوه نيمه لسيزه رسا او باشهامته معرکه پرمخ بوتله او په پاي کې الله تعالی تاريخي بری هم د مجاهدينو نصيب وګرځاوه.

په دې خبره کې هم شک نه وو چې د سره ښکيلاک هدف تنها افغانستان هضمول نه وو، بلکې د ګاونډيو لاندې کول او په خاص ډول د پاکستان نيول او د هند سمندرګي ته ځان رسول يې خاص ارمان وو.

که پاکستان له يوې خوا له افغانانو سره اسلامي همدردي درلوده او په خپلو دښتو او ښارونو کې يې د اوسيدو لپاره اجازه ورکړه، ورسره يې د خپل هيواد ساتنه او حفاظت هم په نظر کې وو، له همدې امله ويل کيږي چې پاکستان په دفاعي او معاشي لحاظ چې څومره پيشرفت وکړ، په هغو کې د افغان جهاد رول او اثر روښانه دي، ځکه د غربي او اسلامي نړۍ مخ او رجحان هغه وخت پاکستان ته رامات او واوښت چې له افغان مجاهدينو سره پاکستان اوږه پر اوږه ودريد، همدغه وجه وه چې نړۍ د پاکستان په لاس له افغان جهاد سره مرسته کوله، په هغه برسيره، غرب او عربي دنيا له پاکستان سره د دې لپاره چې افغان جګړي نوموړي هيواد متاثره کړي او له خطراتو سره لاس اوګريوان دي، نو بې کچي مالي او پوځي کمک يې هم ورسره کاوه.

په هر صورت، دا اوږدې او مغلقي خبري او تاريخي پړاوونه دي، چې سپړل يې نه ګټه لري او نه کوم درد دوا کولاي شي.

اصلي خبره په پاکستان کې د افغان مهاجرينو ده، کوم افغانان چې په پاکستان کې دمګړي ميشت دوي عمدتا هغه وګړي دي، چې له ډيرې بدې ورځي او انتهايي مجبوريت نه هلته تللي او کلونه کلونه پاته دي، په دې معنا چې ياد مظلوم وګړي د هغو جګړو او يرغلونو له ويرې يې پناه وروړي چې د نړۍ زبرځواکونو او د هغوي ګوډاګيانو د تيرو ۳۵ کلونو په اوږدو کې په افغان ټاټوبي ترسره کړي او په ميلونو بې وسه افغانان يې ديته مجبور کړي چې خپلې کوډلې، جونګړي او کورونه پريږدي.

همدغه علت دي چې نه نړۍ او نه هم د کابل بيلابيلو رژيمونو د افغان مهاجرينو بيرته تګ او يا د هغوي د ژوند د هوسايي او سوکالي لپاره د تيرو دريو لسيزو په اوږدو کې هيڅ ونکړل، نه يې د هغوي د روزګار پوښتنه وکړه، نه يې د نوي نسل د ښووني او روزني غم وخوړ او نه يې هم د دې خبري پلټنه وکړه چې له افغان مهاجرينو سره د کور به هيواد چال چلند څه ډول دي.

په خاص ډول له تيرو ۱۴ کلونو راهيسي چې افغانستان ته ملياردونو ډالر راغلل، په حساب يو ميلون ډالر هم دغه محروم قشر ته چا ځانګړي او مختص نکړل، سره لدې چې د کډوالو په نامه د کابل دولت لوي وزارت او په هر ولايت کې مستقل رياستونه لري او هم په نړيوال ميدان کې د UNHCR او نور بې شميره سازمانونه هم موجود دي، خو د افغان کډوالو په حق دوي هيڅ برنامه نه درلوده او نه يې لري، صرف د يوه شعار تر بريده د افغان کډوالو د بيرته ستنيدني نومونه اخلي او په همدې پلمه لوي فنډونه او بوديجي هضموي.

ګاونډي هيوادونه هم د افغان مهاجرينو له دغه دربدره او بې سرنوشته حالت څخه ګټه پورته کوي او حتي د يوې سياسي حربي په توګه ترينه استفاده کوي، په دې تعبير چې کله ګاونډي هيوادونه اړتيا وويني ترڅو په کابل يو نوعه فشار وارد کړي، نو سمدلاسه د افغان مهاجرينو په ځورولو لاس پوري کړي او دا تبليغات پيل کړي چې افغان مهاجر په دوي نور شديد بوج دي، شتون يې د هغوي په معشيت او امنيت بد اثرات لرلي او غواړي چې ژر تر ژره هغوي له خپلې خاوري وباسي.

دا چې په رښتيا هم افغان مهاجرو کوربنو ته اقتصادي او امنيتي ستونزي جوړي کړي، دا اوږد بحث او ژوره څيړنه غواړي، خو څومره چې له ظاهره ښکاري، افغان مهاجرين د دې لپاره چې ارام ژوند ولري، هيڅکله ديته زړه نه ښه کوي چې جرمونو ته لاس اوږد کړي، که په زرو تنو کې څوک دا زياتي وکړي، هغه په هيڅ معنا د ټولو مهاجرينو استاځيتوب نشي کولاي.

بله خبره دا ده چې د افغان مهاجرينو څو نسله په پاکستان کې وپايدل هلته يې تعليم حاصل کړ، د هغه هيواد په قوانينو او اصولو وپوهيدل، نو هغوي څه اړتيا لري چې خپل ارام ژوند نا ارامه او په لوي لاس ځانته مشکلات پيدا کړي.

همدارنګه افغانان په پاکستان کې داسې ندي چې لاس تر زني ناست دي او تياره او پخه مړۍ يې خلک په خوله کې ورکوي، بلکې هغوي سخت تکليف باسي او د لاس د تڼاکو په مټ خپل اهل او عيال ته نفقه ګټي. يعني مهاجرو ته د مهاجر په صفت هيڅ داسې کوم سهولت نشته چې يا نړيوالو موسسو، يا د کابل دولت او يا خپله پاکستان ورته د کار او روزګار، تعليم او صحت په برخه کې بنيادي اسانتياوي برابري کړي وي.

خو په هغه سربيره چې افغان مهاجر د سياسي لوبو ښکار ګرځي او وخت په وخت يې په تاو کې کړيږي، نو فکرکوو چې دا د دغه دربدره او بې سرپوښه پرګنو په حق کې لوي زياتي او له ټولو انساني نورمونو څخه خلاف کار دي.

په دې ورستيو کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په يو مکتب کې ډيره بده پيښه رامنځته شوه، چې په ترڅ يې له ۲ سوو زيات زده کونکي په خورا بيدردي ووژل شول، چې پړه يې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې په غاړه واخيسته، ويل کيږي چې د نوموړې ډلې مشر، ملافضل الله په افغانستان کې اوسي.

افغانان له لويه سره او افغان مهاجرين په ځانګړې ډول په نوموړې پيښي دزړه له تله غمجن او تر اوسه پرې افسوس ښکاره کوي، خو متاسفانه چې د خيبر پښتونخوا ايالت د نوموړي پيښي په تاوو او غبرګون کې تربل هرچا زيات خپل زړه په افغان مهاجرينو تش کړ او ډنډه يې ورپسي راواخيسته چې دوي به ارومرو له پاکستان څخه ووځي!!

ويل کيږي چې تر اوسه په زرګونو افغانان د پوليسو د چاپو په ترڅ کې نيول شوي او د جيل له کافي ورځو تيرولو ورسته په تورخم اړول شوي، همدارنګه په زرګونه کورنی د يوه جدي حکم له مخي اړ ايستل شوي چې په دې سره او کړونکي ژمي کې افغانستان ته واوړي، په داسې حال کې چې د اکثرو کورنيو سره د لاري د تګ لګښت او کرايه هم نشته او هره کورنی دا وايي چې په قرض او چنده يې لاری کرايه کړي.

دلته په افغانستان کې هم نه د دولت او نه د موسساتو له لوري کومه تابيا او چمتوالی شته چې لږ تر لږه لس زره افغانی هم د کورنۍ په سر ورکړي ترڅو خپلو ويجاړو جونګړو ته پرې ځانونه ورسوي.

اوس پوښتنه دا ده چې که پاکستان دا کار کوي او افغان مهاجر په وچ زور او زبردستي سره له خپل هيواد څخه شړي او ټول نړيوال قوانين تر پښو لاندې کوي نو دوي پوه شه او خپل کار يي، شايد دوي ټول جوانب سنجولي وي او نور يې غوښتي وي چې خپل ۳۵ کلن کوربه توب ته د پاي ټکي کيږدي او د دې خبري شايد هيڅ پروا ونلري چې په زوره ويستل شوي مهاجر به له ځان سره څه ډول خاطري يوسي!!.

ولې د پوښتني اصلي ټکي دا دي چې دا د نړۍ د دوهم متفکر ! ضمير او وجدان که فرض کړه وې لري ولې په تحرک نه راځي، ايا هغه نه ويني چې هره ورځ په سوونه افغانان او بې اسري کډي په تورخم په کوم حالت رااړول کيږي، دوي د يوه دولت صفت دغې تراژيدي ته څه ځواب او چمتوالي لري؟

ما په دې برخه کې ډير سوچ وواهه او د کابل له ذيدخله چارواکو او بشري سازمانونو څخه مې د يو لړ ذرايعو په مټ پوښتني وکړې چې د اشرف غني دولت ولې د افغان مهاجرينو په حالت ځان نه خبروي او په دې برخه کې مناسب اقدام نکوي؟ او لږ تر لږه کوم لوړپوړي پلاوي دغې موضوع ته نه ګماري؟.

باور وکړئ چې دغو ټولو سرچينو او باخبرو حلقو همدغه يو ځواب بيرته راوړي، چې پاکستان د اشرف غني په غوښتنه په افغان مهاجرينو پسي کوتک رااخيستي، تر دې چې تيره مياشت اشرف غني اسلام اباد ته سفر کړي وو، پاکستاني واکمنو ته يې په صراحت ويلي وو چې ترڅو تاسې داسې فضا برابره نکړي چې په ترڅ کې يې مهاجر بيرته راستانه شي، زمونږ په ويلو او بلنو هغوی نه راځي.

نه پوهيږو چې د اشرف غني مطلب به له افغان مهاجرو څخه هغه افغاني طالبان وي چې د طالبانو له تحريک سره خواخوږي لري، که بل څه؟

که خبره همداسې وي، اشرف غني ځکه تيروتي دي، چې افغاني طالبان د افغان مهاجرو په منځ کې په وړو کې د مالګي هومره ځاي او شرکت لري، له بلې خوا د ژمي موسم ختميدو ته يوه مياشت پاتي ده، افغاني طالبان هسي هم يوه مياشت وروسته داخل ته راځي، اصلي غم او ناورين په افغان مهاجرو پسي ده او پاکستاني پوليس خو ديته نه ګوري چې ته طالب يې که عام افغان ټول په جيلونو ننباسي او په تورخم يې رااړوي.

که رښتيا هم د افغان مهاجرينو د ځورولو ترشا له پاکستاني پوليسو سره د اشرف غني خوښه او موافقه وي، لکه چې همداسې بريښي، نو بيا خو موضوع روښانه ده، چې اشرف غني په پاکستان کې د افغان مهاجرينو په وړاندې څه ډول خصومت په زړه کې لري، دا خو لا ړومبي پړاو دي چې له پاکستان څخه يې افغانان د پوليسو په کوتک د تورخم په پوله په څومره کړاوو راواړول، د اشرف غني د چرسي عسکرو وار او نوبت خو پاته دي، چې هغوي به له مهاجرينو سره دلته په داخل کې کوم ډول چلند او کينه په پلان او پام کې لري؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

لیکوال صیب اشاره څه کوی

دا سوال مطرح کړه چی دا چا په واسطه زورول کیږی؟ چی هغی د پاکستان د یهودو او نصاراوو مزدور پوځ دی

ولی خلک غلطوی او د باکستان طرف داری کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x