افغانستان

امریکا په افغانستان اوعراق کي دعسکرو دنوکري یا دکارپه موده کي کموالي راولي

US_soldiers_will_go(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۶) واشنګټن: تیره ورځ دامریکي ددفاع وزارت له لوري په خپروشوو خبرونو کی راغلي دي چي د ۲۰۱۲ کال له پیله څخه به په عراق اوافغانستان کي دځاي پرځای شویو عسکرو دکارموده له یوه کال څخه ونهو میاشتو ته راکښته کړي.

په خبرکی راغلي دي چي دغه پریکړه به دهغو عسکرو دکارپرموده باندي تاثر نه کوي کوم چي د ۲۰۱۲ کال دجنوري له میاشتی څخه مخکي په دغو دوو هیوادونو کي ځآي پرځای کیږي،

دامریکي متحده ایالات په پام کی لري چي هرامریکایی عسکر چي خپله نه میاشتني دوره په دغو دوو هیوادونو کي تیره وي وروسته په دوو کلنولپاره په خپل هیواد کی پاته کیږي، څرنګه چی امریکایانو پرعراق او افغانستان باندي یوپه بل پسي یرغل وکړنو اکثره به داسي پیښی ده چي یوعسکر به له هیواد څخه په پرله پسي توګه دجنګ میدان ته راوړل کیدای.

چی دارنګه کړنو امریکایی فوځیان په روانی اوعقلي ناروغیو اخته کړل اوله دي سره سمدستي په امریکایی فوځیانوکي دځان وژني پیښی زیاتی شوی.

امریکا په پام کی لري چی روان کال تراخیره پوري به ۴۶ زره عسکرله عراق څخه باسي او ورپسي به د۲۰۱۲ کال نیمایی پوري له افغانستان څخه هم ۳۳ زره عسکرباسي.

دکال ۲۰۱۴ تراخیره پوری به افغانستان کی امنیتي چاري ټولي افغاني ځوکونو ته سپارل کیږی.

بخت الرحمن بخت…………… نن ټکی  اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x