دفاع وزارت: د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د اردو عسکرو په غزني، وردګ، لغمان، کندهار او هلمند کې عملیات کول چې د چاودنو او نښتو ښکار شول.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې دوی په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې پنځه تنه طالبان هم له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ طالبانو د فاریاب په قیصار ولسوالي کې د دیارلسو عسکرو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د ګډ حکومت لوړپوړي مسوولین په ناندریزه کابینه بوخت دي، چې د هېواد په شمال  کې د طالبانو ژمني پراخ فعالیتونه ورته له اندېښنې خالي نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د