افغانستان

ولسې جرګې ښځو چارو وزارت ته نوماند وزیره رد کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): ولسې جرګې نن په خپله علني غونډه کې د ښځو چارو وزارت ته نوماند وزیره نجیبه ایوبي رد کړه.

د جرګې غړي وايي چې مېرمن ایوبي لا هم د پوهنتون محصله ده او تر اوسه د نوماندۍ پر معیار برابره نه ده.

د فرهنګي او دیني چارو د کمیسیون رییس وايي چې دوی د ښځو چارو وزارت لپاره د دې نوماندې د معرفي په مراسمو کې هم وویل چې نوموړي د زده کړې اسناد نه لري او لا يې هم لسانس ډيپلوم هم نه دی اخیستی.

د نوموړي په خبره د اساسي قانون د دوه ایایمې مادې له مخې د نوماند وزیرې یو شرط هم نه دی پوره کړی، ځکه خو د دوی له لوري ردېږي.

د ولسي جرګې غړو په داسې حال کې د نجیبې ایوبي د رد کارتونه پورته کړل، چې همدا شېبه په ولسي جرګه کې نوماند وزیرانو ته د باور رايې صندوقونه ډکېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x