افغانستان

په سید آباد کې دبهرنیانو یوه چورلکه غورځول شوي

 Helicopter_crash_kills_2_NATO_service_members_in_E._Afghanistan
د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې تېره شپه۱۱ بجې دتنګې درې په جوي زرین سیمه کې  د ايساف يوه چورلکه  غورځېدلې ده.دميدان وردګ  ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د پېښې دپخلې په هکله وايې ، چې ايساف ځواکونو تېره شپه په سيد اباد  ولسوالۍ کې عمليات ترسره کول،  چې يوه چورلکه يې وغورځېده.
نوموړی زیاتوي  چې په یاده  پېښه کې بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق  مالومات ورسره نشته
همداراز .د سيد ابادولسوالۍ   ولسوال ډاکټر مسلم رسنیوته ویلې چې چورلکه د ولسوالۍ په تنګي نومې سیمه کې په يوه کلي کې غورځېدلې ده.بل لوري ته طالبان وایې چې یاده چورلکه ددوي له خواپه راکټ لانچر ویشتل شوي ده ذبیح الله مجاهد دخپلواتوتنودوژل کیدو ترڅنګ دایساف د۳۸ سرتیرودوژنې خبره کوي نوموړي وایې چې بیګاه شپه بهرنیوځواکونو ددوي پرمجاهدینوچاپه واچوله ، ددوي مجاهدینو ورسره درنه جګړه ترسره کړه چې په پایله کې یې دښمن ته دروند دسراومال زیان واړاوه او وروسته دبهرنیوځواکونودمرستې لپاره نورې څرخکې راغلي اوبمباري یې ترسره کړه چې دبمبارپه نتیجه کې  ددوي له مجاهدینوځخه هم اته تنه په ښهادت ورسیدل .

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x