ټکنالوژي

ایچ ټي سي (HTC) خپل تر ټولو پیاوړی سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ځینې لاسته راغلي معلوماتو پر بنسټ د ایچ ټي سي کمپنۍ غواړي خپل تر ټولو پیاوړی سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه سمارټ فون ایچ ټي سي ون ایم ۸ (HTC One m8) نومول شي چې د ایچ ټي سي هیما (HTC Hima) په نامه سره هم یادیږي.

تر دې مهاله په رسمي بڼه د ایچ ټي سي کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون په اړه څه نه دي ویلي چې له همدې امله د دغې کمپنۍ کاروونکي په انتظار ول تر څو راتلونکی نړیوال نندارتون کې د دغې سمارټ فون په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د معلوماتو پر بنسټ دغه سمارټ فون په ډیزاین کې کوم خاص تغیر نه دی راغلی خو دغه کمپنۍ یوازې د دغې سمارټ فون پروسېسر او رېم ته توجه کړی.

د ځینې راپورنو پر بنسټ دغه سمارټ فون کې ۱.۵۵ ګیګابایټ اوکټا کور کوالکوم سنپ ډراګن ۸۱۰ (octa-core Qualcomm Snapdragon 810) نومې پروسېسر ځای پر ځای شوی او ۳ ګیګابایټ رېم لري.

د ازموینې پر مهال دغه سمارټ فون کې د ګوګل کمپنۍ نوی وړاندې شوی اپریټنګ سیسټم انډرایډ ۵.۰.۲ لالیپاپ (Android Lollipop) کارول شوی و کوم چې به بازار ته له وړاندې کیدو مخکې له دې هم نوی اپریټنګ سیسټم ته بدله شي.

د ټکنالوژي څیړونکو په وینا دغه سمارټ فون یو له غوره سمارټ فونونو څخه دی چې کولی شي د کاروونکو توجه ځانته جلب کړي خو بیا هم د سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ (Samsung Galaxy S6) سمارټ فون سره رقابت نشي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x