
هرات ښار کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ښار کې د پوليسو پر پوسته چاودنه وشوه.
راپورونه وايي، چې چاودنه د پوليسو په امنيتي پوسته د تالاشۍ پر مهال وشوه.
د چاراکو په وينا په دغه چاونه کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.