افغانستان

د ګډ حکومت د کابینې ټاکنې – شېبه په شېبه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې د ۱۹ معرفي شوو وزیرانو له جملې ۹ تنه تایید او ۱۰ رد کړل.

د سرحداتو وزارت ته نوماند قمرالدین شینواری د ۱۰۲ رایو په اخیستلو سره بریالی نه شو.

د ټرانسپورټ وزارت ته نوماند فیض الله ذکي د ۸۱ رایو په وړلو سره دغه وزارت ته لاره ونه موندله.

د حج او اقاقو وزارت ته نوماند فیض محمد عثماني د ۱۶۰ رایو په وړلو سره دغه وزارت ته لاره وموندله.

سوداګرۍ وزارت ته نوماند سردار محمدرحیمي د ۱۱۱ د رایو په اخیستلو سره وزارت ته لاره ونه موندله. سلب اعتماد شو.

اوبو او بريښنا وزارت ته کاندید عبدالرحمن صالحي د ۱۰۶ رایو په وړلو سره وزارت ته په لاره موندلو بریالی نشو.

نصیر درانی د کلیو پراختیا وزارت ته نوماند د ۱۴۵ رایو په اخیستلو سره دغه وزارت ته لاره وموندله.

د معادنو وزارت ته نوماند داوود شاه صبا د ۱۴۶ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې لخوا تایید شو.

ولسی جرګې تر اوسه ۶ وزیران رد کړي دي.

عالمي بلخي د ۱۳۴ موافقو رایو په وړلو سره د کډوالو وزارت ته بریالی شو.

فواید عامې وزارت ته نوماند عباس بصیر د ۸۵ رایو په اخیستلو سره وزارت ته بریالی نه شو.

مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت ته نوماند برنا کریمي هم سلب اعتماد شو. نوموړي ۱۱۵ رايې ترلاسه کړي.

پوهنې وزارت ته نوماند ګل زلمی یونسي  د ۹۰ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته تایید نه شو.

لوړو زده کړو وزارت ته نومانده خاطره افغان سلب اعتماد شوه. نوموړې د  ۷۱ رایو په وړلو سره وزارت ته لاره ونه موندله.

ډاکټر فېروز د عامي روغتیا وزارت ته د ۱۷۰   رایو په خپلولو بریالی شو.

د کمونستي رژيم پخوانی چارواکی نورالحق علومي او کورنیو چارو وزارت ته نوماند د ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې.

رحمت الله نبیل هم د باور رايې ترلاسه کړې. نوموړی ملي امنیت ریاست ته نوماند و.
شیرمحمد کریمي د دفاع وزارت ته نوماند و، خو د ۹۶ رایو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې سلب اعتماد کړ.
بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني له ولسي جرګې څخه د ۱۵۱ تایید رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.
اقتصاد وزارت ته کاندید سردار محمد د باور رايې ترلاسه نه کړې.
اکلیل حکمیي د باور رايې ترلاسه کړې او ماليې وزارت ته یې لاره وموندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x