افغانستان

هلمند: په نادعلي کې د بهرنیانو په بمبار د یوې کورنۍ اته تنه غړي په شهادت ورسول سول

boy_killed_by_nato_airstrike_helmandنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو د الوتکو په بمباری کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي ووژل شول.

د تفصیلاتو سره سم تیره ورځ د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ پیوک غربي په سیمه کې بهرنیو ځواکونو د یوه ملا امام پر کور بمبار وکړ، چي له کبله ددغه کور اته تنه غړي په شهادت ورسید.

د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان شادي خان رسنیو ته ویلي چي په بمباری کې یوازي د بمبار کړه شوې کور خاوند

ملا امام او د هغه یوه سپین سرې مور ژوندی پاته سول، او نور د کور ټول غړي چي په کښي کوچنیان او میرمني شاملي دي، شهیدان شول.

امنیه قومندان ویلي چي لومړی د کور څخه پر بهرنیو ځواکونو ډزي وشولې چي بیا په جواب کي هغوی کور بمبار کړ.

تر اوسه بهرني ځواکونو او نه افغان حکومت په دې اړه کوم غبرګون ښودلی، او نه طالبانو څه ویلي دي، خو د یادوني وړ ده چي څه موده مخکي په همدې ولسوالۍ کې د ورتي پيښي وروسته افغان ولس مشر حامد کرزي خورا کلک غبرګون څرګند کړی وو، او ویلي وو چي که بهرني ځواکونو بیا دداسي عمل مرتکب شي، نو هغوی ته به افغانان د اشغالګرو په توګه وګوري، خو د هغه وروسته په وار وار بهرنیانو خپل دا عمل تکرار کړ، خو بیا د بهرنیانو په ضد کوم غبرګون ښکاره نه سو.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو د الوتکو په بمباری کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي ووژل شول.

د تفصیلاتو سره سم تیره ورځ د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ پیوک غربي په سیمه کې بهرنیو ځواکونو د یوه ملا امام پر کور بمبار وکړ، چي له کبله ددغه کور اته تنه غړي په شهادت ورسید.

د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان شادي خان رسنیو ته ویلي چي په بمباری کې یوازي د بمبار کړه شوې کور خاوند ملا امام او د هغه یوه سپین سرې مور ژوندی پاته سول، او نور د کور ټول غړي چي په کښي کوچنیان او میرمني شاملي دي، شهیدان شول.

امنیه قومندان ویلي چي لومړی د کور څخه پر بهرنیو ځواکونو ډزي وشولې چي بیا په جواب کي هغوی کور بمبار کړ.

تر اوسه بهرني ځواکونو او نه افغان حکومت په دې اړه کوم غبرګون ښودلی، او نه طالبانو څه ویلي دي، خو د یادوني وړ ده چي څه موده مخکي په همدې ولسوالۍ کې د ورتي پيښي وروسته افغان ولس مشر حامد کرزي خورا کلک غبرګون څرګند کړی وو، او ویلي وو چي که بهرني ځواکونو بیا دداسي عمل مرتکب شي، نو هغوی ته به افغانان د اشغالګرو په توګه وګوري، خو د هغه وروسته په وار وار بهرنیانو خپل دا عمل تکرار کړ، خو بیا د بهرنیانو په ضد کوم غبرګون ښکاره نه سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x