ادبي لیکنيپښــــتو ادب

«د نیم ساعت څښتن» او د کیسې اړتيا

دادمحمد ناوک
د انسان له پیدایښت سره کیسه وزېږېده، په عمومي توګه کيسه د يوې پېښې روايت دی، خو ځينې روايات يواځې معلوماتي اړخ لري، چې اورونکی یا لیکوال يې مقابل لوري ته د پېښې اړوند معلومات لېږدوي چې د کیسې یو ډول دی. ممکن پېښه په واقعي یا هم خيالي نړۍ کې شوې وي. ځینو مبتدي لیکوالو ته د ځینو کيسو د پېښو اړوند پوښتنې ور پیدا کېږي دوی عموماً کله کله داسې پوښتي چې يوه پېښه شوې نه وي، نو موږ يې په واقعي نړۍ کې دروغ بولو او د دوی په خبره د دروغو لیکلو، اورولو او لوستلو ته نو څه اړتيا ده؟ دا پوښتنه پر خپل ځای ښه پوښتنه ده، خو که ژور فکر وکړو په کیسه اورېدلو یا لوستلو سربېره پر دي چې خپل فکر پراخوو، مطالعه يا د اورېدو کمال پخوو، بله توره دا کوو چې د هغې پېښې په اړه هم یو تجربه را زده کېږي چې پر موږ نه ده راغلې؛ تر پېښې وړاندې د پېښې اړوند معلومات، احساسات او فکر لولو چې د ناڅاپي پښېدو په وخت کې له همدې کيسې نه په ګټه ورسره چلند کوو.

پښتو ادب ته د لنډې کیسې راتګ د راحت زاخیلي ویاړ دی او د ډېرو ادب پوهانو په خوله په پښتو ادب کې د انګليسې د شارټ سټورې معادل پښتو لنډه کيسه مرحوم زاخيلي لیکلې ده. لنډه کیسه د کيسې یو ډول دی، چې دا ډول هنري ژانر دی او د هنري ژانر تر ټولو لویه توره دا وي چې د چيخوف خبره د لوستونکي يا اورېدونکي پکې پنځه واړه حواس شریک وي. دلته د استاد اجمل ښکلي خبره موږ چاته یواځې یو روایت په معلوماتي شکل نه وړاندې کوو، بلکې غواړو د يوه پېښه په خپل مقابل لوري ووينو، واوروو، وڅکو، لمس او بوی کړو، چې هغه خپل ځان پوره په دغه پېښه کې احساس کړي. ښايي ځينې وپوښتي چې نو دې ته څه اړتیا ده، یواځې باید مقابل لوري ته معلومات ورکړل شي، دا چې حواس يې په خپل اثر کې راګډوو، ښايي ځینې يې د مقابل لوري په حق کې ظلم وبولي؛ ځکه چې لیکوال د خپل قلم په زور په يوه پېښه کې د مقابل لوري حواس را شریکوي بې له دې چې هغه دې پر دې شراکت راضي وي، لکه یو ډول زور زياتی چې ورسره کېږي؟ دا ډول پوښتنه هم باید بې ځایه ونه ګڼل شي، خو په عمومي توګه د انسان په خټه کې سره له دې چې د ټولنیز کېدلو په وجه د معلوماتو تږی هم دی، پر دې سربېره د خوند او ښکلا څکه هم اخښل شوې ده، چې ښايي تر نورو ځینو اړتیاو په ښکته یا بله درجه کې وي. په هنري ټوټه کې یو هنرمن ځکه دا کانه کوي چې مقابل لوري ته معلومات داسې ورکړي چې اصلاً د معلوماتو او معلوماتو د اخيستونکي تر منځ لیکوال حس نه شي او دا ځکه ښه کړنه ده چې لوستونکي ته هیڅ دا پوښتنه نه پیدا کيږي چې څوک دا لیکنه په زور پرې لولي یا هم داسې نه انګېرې چې ګواکې ليکل شو کرښې دې د ده د حواسو د ورشرېکېدو په تمه شوې وي او دا نو د ده په حق کې ظلم دی؛ هغه اصلاً په دې وخت کې دې ته پام نه کوي چې دی پخپله پېښه کې ننوتی دی. خو د یو ليکوال لپاره دا توره هلته شونې ده، چې د استادۍ د منلو پرځای مقابل لوری درک کړي او خپل هنر بې له دې چې له تصنع ډک وي په طبعي او داسې طریقه مقابل لوري ته ولېږدوي چې هغه پکې ليکوال ونه ګوري.

موږ لکه د ډېرو نورو برخو په څېره په هنري نړۍ کې هم له نورې نړۍ شاته پاتې يو که څه هم په ولسي ادب کې کم ساري لرو، خو ديواني ادب کې بيا مجبور یو چې نوره نړۍ مطالعه کړو، پر دې سربېره که له نړۍ سره پوره سيال هم واوسو، خو له نړۍ سره د اړيکو او د بل چا له فکره د خبرېدو په خاطر هم د نړۍ د هنر لوستلو ته مجبور وو. د هنر ژباړه سخته ده، ځکه چې په هنر کې کرښې، کلمې او توري نه ژباړل کېږي بلکې احساس ژباړل کېږي او د احساس ژباړه هلته شونې ده، چې ژباړونکی د خپلې ټولنې احساس وپېژني، د ژباړل کېدونکي هنر احساس، د هغه د لیکوال او ټولنې له احساس سره بلد وي. په نړۍ کې هنر داسې ارزښت دی چې په ځينو برخو کې د ټول بشر سره شریکېږي، خو ځیني هنري اثار به په یوه ټولنه کې لوړ ارزښت لري خو په بله ټولنه کې به د عقيدوي یا هم دوديز ليد په رڼا کې مناسب نه بلل کېږي، هغوی چې په مطلق ډول د هنر د بې پولې توب نارې وهي، د هنر په هنر چاړه راکاږي او غواړي عقيدې هم د خالق د مخلوق د خلقت تابع کړي.

په لاس کې کتاب مو د نړۍ د مشهورو لیکوالو د لنډو کیسو غورچاڼ دی، چې ګران ګوهر پښتو ته ژباړلې دي، د هنر د ژباړې په ډول وړاندې وغږېدو، خو د ژباړې لپاره د ټاکنې معیار هم خورا ناندریز بحث دی، موږ کله دا پرېکړه کوو چې دغه کيسه زما د ټولنې لپاره بايد وژباړل شي، زما په نظر د هنري اثر د ژباړې لپاره دې ټکو ته باید پام وشي، چې له نېکه مرغه په دې کتاب کې ورته ډېر پام شوی دی:

موږ دا ډول پنځونې نه لرو.
پر دې پنځونو سره له نورې نړۍ خبرېږو.
دا پنځونې مې د ټولنې پر ارزښتونو برابرې دي.
دا پنځونې مې د ټولنې اړتيا ده.
دا پنځونې مې د ټولنې د ذوق پالنه او لوړاوی دی.
او…
ګوهر صاحب په دې کتاب کې داسې کیسې راټولې کړې دي چې رښتیا هم پکې زموږ ذوق خړوبېږي، د نړیوال ذوق نمونې دي او پر دې سربېره پکې لوړ اخلاقي پیغامونه شته. د کتاب لومړۍ کيسه د احمد ندیم قاسمي ده، چې سفارش نومېږي، په دې کيسه کې خورا لوړ اخلاقي پیغام پروت دی، ورپسې بالاپوش يو بله نمونه کیسه ده، چې د انسان د دوه مخیتوب ډېره هنري ننداره ده. د حسن منټو ساتېری داسې کیسه ده، چې وروستۍ جمله يې سړی ښوروي.

په ژباړه کې ګوهر صاحب دا کيسې راته پښتنې کړې دي او دا يې زه لویه توره ګڼم، په کیسو کې ځينې خوندورې اصطلاح ګانې راوړل شوې دي او دا له دې پرته ناشونې دي چې ګوهر صاحب د لیکوال د ټولنې احساس ته ورننوتی دی او بیا يې دا احساس موږ ته زموږ په څېر را وړاندې کړی دی. مثلاً د حسن منټو په ساتيري کيسه کې د یو تن خبرې داسې را اخلي: « یره له کومه وخت چې دا سړک جوړ شوی، د داسې خانانو تګ، راتګ په دې لاره زیات شوی. په دې ټوله سیمه کې داسې مردار کارونه زیات شوي، خلک خو وایې چې د دې سړک له جوړېدو سره ډېر سهولت راغلی..وي به، زه نه وایم خو هو داسې بې شرمي مو هم مخکې والله که دلته لیدلې وي…توبه خدایه، ته مو له دې حاله وساتې».

دا کټ ـ مټ د يو پښتون خبرې دي، په ورته توګه د راشید الخيري، د محسن او راضیه کیسې پیل داسې را ژباړي: «د محمد احسن ولسوال دواړه اولادونه ؛ محسن او رضیه که څه هم سکه ورور او خور وو خو پته نشته چې په پلار یې څه ټکه رالوېدلې وه چې محسن ته به یې وکتل نو له خوښۍ به من من غټېده خو چې پر خپله لور رضیه به یې سترګې ولګېدې نو لکه سترګې چې دي له زهرو ورډکې کړې وي. ښه پوه او باسواده سړی و خو بس یو په یو یې خدای په عقل توره شپه کړې وه چې نه به د لور په لیدلو خوشالېده نه به یې دا فکر کاوه چې پرېږده دا مې هم لور ده، حق لري راباندې…»

دلته « په پلار یې څه ټکه رالوېدلې وه »، « نو له خوښۍ به من من غټېده » او « خو بس یو په یو یې خدای په عقل توره شپه کړې وه » هغه ايډمونه يا اصطلاحات دي چې موږ يې په عمومي توګه استعمالوي او هیڅ ژباړه نه ده، خو په کیسه کې يې د لیکوال د احساس په ژباړه کې پښتون رول لوبولی دی. ګوهر ته د دې ژباړې د خپرېدو مبارکي وايم، په دې تمه چې ښه لوستونکي واوسو، ښه پنځوونکي واوسو، مطالعه وکړو او نړۍ له موږ ژباړې وکړي.

په ټوله نړۍ کې د قرآن د حاکميت په تمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x