افغانستان

زابل مرکز قلات کي له تاو تریخوالي څخه ډکه مظاهره روانه ده

qalat_city(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۵) قلات: د تفصيلاتو سره سم نن سهار د زابل ولايت د مرکز قلات اوسيدونکو د بهرنيو قواوو لخوا د قبرونو څخه د مړيو د را ايستلو په غبرګون مظاهره پيل کړه چې په تاوتريخوالي بدله او په ترڅ کې يې لږ تر لږه يو تن پوليس او دوه (2) تنه مظاهره کوونکي مړه او څلور(4) تنه مظاهره کوونکي ټپيان شول  . د زابل امنيه قوماندان سمونوال نبي الهام وويل چې نن سهار د کلات د ښار اړوند د (ترنک) د سيمې د (خوړ) او هزارى) د کليو اوسيدونکو د بهرنيو قواوو لخوا د وژل شويو درې تنو مړي کلات ته راوړل او مظاهره يې پيل کړه .

هغه زياته کړه: تيره ورځ  د شريف په نوم د طالبانو يو تن قوماندان د خپلو دوه (2) تنو ملګرو سره د بهرنيو قواوو لخوا ووژل شو ، امنيتي ځواکونو د پيژندنې لپاره د محکمې د حکم سره سم د طبي معايناتو په موخه پداسې حال کې چې د يو تن مړى خښ شوې او نور نه ؤ خښ شوي له ځانه سره يوړل چې د همدې پيښې په غبرګون د سيمې اوسيدونکو امنيتي ځواکونو ته له خبر ورکولو پرته مظاهره پيل کړه.

“الهام” وويل په مظاهره کې وسله وال کسان ننوتلي دي ، هغوى پر پوليسو ډزې وکړې چې له کبله يې يو تن پوليس ووژل شو او د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه (2) تنه مظاهره کوونکي مړه او څلور (4) نور ټپيان شول.

که څه هم امنيه قوماندان وويل چې پوليسو د مظاهرې له منځه پر هغوى له ډزو وروسته ډزې کړي خو په سيمه کې يو تن عيني شاهد  وويل مظاهره کوونکو غوښتل چې د زابل تر ښار او ولايت تر مقام پورې خپله مظاهره وغزوي خو پوليسو مخه ونيوله او ډزې يې وکړې چې له کبله يې شپږ(6) تنو مظاهره کوونکو ته مرګ ژوبله ورسيده . د نوموړي د وينا تر مخې په ټپيانو کې يو دولس کلن کوچني هم شامل دى .

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف  وويل چې وژل شوي کسان طالبان نه ، بلکه ملکي وګړي دي چې د بهرنيو قواوو لخوا د دوه (2) تنو مړي تر خښول کيدو وروسته را ايستل شوي دي
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x