
صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د انګلیستان تابعیت لرونکی او د جمعیت اسلامي د پخواني مشر زوی صلاح الدین رباني نن له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کړې او د بهرنیو چارو وزیر شو.
صلاح الدین رباني پرون خپل دویم تابعیت لغوه اعلان کړ او ولسي جرګې ته يې خپله کړنلاره واوروله.
رباني نن د ولسي جرګې په تالار کې ۱۵۱ د تاييد رايې خپلې کړي چې په دې توګه د بهرنیو چارو وزیر شو.
نوموړي ۷۰ د رد رايې درلودې، نهه يې باطلې وې او دولس يې هم سپینې پاتې وي.
صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي د پخواني جهادي ګوند د پخواني مشر استاد برهان الدین رباني زوی دی، په ۱۹۷۱م کال کې په کابل کې زیږیدلی، تر دولسم ټولګي له زده کړو وروسته سعودي عربستان ته د لوړو زده کړو لپاره تللی، او په ۱۹۹۵ م کال کې يې د ملک فهد د پټرولیم او معادنو له پوهنتون څخه په «BBA»مارکیټنګ او اداره کې ليسانس اخيستی.
رباني خپله لومړنۍ عملي دنده هم هلته په سعودي کې د تېلو په یوه امریکايي شرکت (ARAMCO) کې پیل کړه او په دغه شرکت کې په مالي برخه کې کار کړی.
۱۹۹۶ م کال کې رباني د متحده عرب امارات شارجه ښار ته ولاړ او هلته یې په ګڼو شخصي تجارتي شرکتونو کې کار وکړ.
په ۱۹۹۸ م کال کې د افغانستان شمال ته ولاړ او هلته یې د خپل پلار او د هغه وخت په نامه ولسمشر په دفتر کې د یوه ژباړن په توګه دنده پیل کړه.
په ۱۹۹۹ م کال کې صلاح الدين رباني یو ځل بیا له افغانستانه د لندن پر لور وکوچېد، او هلته یې کنګسټن پوهنتون په تجارتي انسټيټيوټ (Kingston University’s Business School) کې داخله وکړه، او ۲۰۰۱م کال کې له دغه پوهنتونه «MBA» تجارت برخه کې د ماستري سند تر لاسه کړ.
رباني د ۲۰۰۲ م کال په وروستیو کې بهرنیو چارو وزارت کې په دنده وګومارل شو.