افغانستان

کنړکي سیلاب مالي او ځاني تلفات ورسول

rain_in_kunar(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۵) اسعد اباد: د کنړ ولايت په بيلا بيلو سيمو کې د سخت اورښت څخه وروسته راوتلو سيلابونو لږ تر لږه څلور(4) تنه مړه او يوه اندازه مالي زيانونه ورسول. د کنړ ولايت د ننګلام د ولسوالۍ ولسوال نور الله  وويل چې تيره شپه 2011-08-04/05 د زيات باران د اوريدو وروسته سيلابونه راووتل او څلور(4) تنه يې يوړل . هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې د سيلاب اوبو د وړيو کسانو مړي ندي موندل شوي خو لټون يې روان دى . همدا راز نور الله د ولسوالۍ په مرکزي بازار کې د شلو(20) دکانونو او څلورو(4) کورونو د زيانمنيدلو خبر هم ورکړ. له بلې خوا د ننګلام د ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي خبري رسنیو ته وويل چې د بارانونو له کبله شپږ(6) تنه وژل شوي دي . د سيمې اوسيدونکي انجنير حزب الله زياته کړه چې (سيلاب د ننګلام د ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې شپږ(6) تنه وژلي چې د يوې کورنۍ دوه(2) تنه چې خور او ورور دې ، په يو بل کور کې يوه ميرمن او يو کوچنى او د دريم کور دوه(2) کوچنيان وژل شوي دي ). همدا راز نوموړي وويل چې د ولسوالۍ په بازار کې لس(10) دکانونه په بشپړه توګه نړيدلي او يو شمير نور زيانمن شوي او هم څو جريبه کرهڼيزه ځمکه تخريب شوې ده . همدا راز د وټه پور په ولسوالۍ کې د سيلاب اوبو يو د څو ولسوالېو او مرکز نښلوونکى پول نړولې او مالي زيانونه يې اړولي دي . د وټه پور ولسوال زلمي افغان  وويل چې سيلابونو هغه پول نړولى چې د نورستان ولايت د کنړ او هم د ماڼوګي او چپې درې ولسوالي د ولايت د مرکز اسعد اباد سره نښلوي. زلمي زياته کړه (د سيلاب اوبو دوه(2) شخصي موتر وړي او هم يې لږ تر لږه دوه سوه(200) جريبه هغه ځمکه چې فصل پکې ولاړ ؤ ويجاړه کړې ده ). د نوموړي د وينا تر مخې په دې ولسوالۍ کې ځاني زيان ندې رسيدلې.
نن ټک اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x