
سید حسین عالمي بلخې د کډوالو چارو وزیر شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د کډوالو چارو وزارت لپاره د بلخ ولایت اوسېدونکی سید حسین عالمي بلخي نوماند و، چې نن يې د ۱۳۴ رايو په ګټلو یاد وزارت ته ځان بریالی کړ.
نوموړي نن په ولسي جرګه کې ۱۳۴ رايې د تاييد او ۸۷ د رد رايې خپلې کړې دي.
د بلخي په رایو کې پنځه باطلې وې او ۱۷ راي پاڼې يې سپینې وې.
سید حسین عالمي بلخي د سید میر آقا زوی د ۱۳۳۵ل کال په حمل میاشت کې د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ په ییلاق کلي کې زیږیدلی دی. له ۱۳۵۱ل نه تر ۱۳۵۷ل پورې د مزار شریف په سلطانیه مذهبي مدرسه او نورو شیعه مدارسو کې زده کړې کړي دي.
ښاغلی عالمي بلخي په ۱۳۶۰ ل کال کې ایران ته کډوال شو. له ازموینې ورکولو وروسته د مشهد علمي حوزې ته ومنل شو، دلته یې له زده کړو وروسته درې کاله د شیعه مذهب د کتابونو د تدریس تر څنګ د ایران اساسي قانون شاګردانو ته ښود.
د نوموړې درې کتابونه «افغانستان کانون مقاومت علیه اشغالګران»، «راه ما» او «شورای ائتلاف افغانستان» او سلګونه مقالې چاپ شوې دي.
د شوروي ضد جهاد پر مهال د شیعه ګوندونو له مخکښو څېرو څخه و. د طالبانو په خلاف د نظار شورا ملاتړی و.
نوموړی د خپل ځان په اړه کاږي، چې د بن په لومړي کانفرانس کې يې له دې امله ګډون ونکړ، چې دی په افغانستان کې د بهرنیانو د نظامي تېري او شتون مخالف و، خو پر افغانستان د امریکا له تيري سره جوخت کابل ته راغی او دلته یې په فرهنګي او سیاسي فعالیتونو پيل وکړ.
د ۱۳۸۳ل کال د تلې د ۱۸ نیټې د ولسمشریزو ټولټاکنو پر مهال د ناکام کاندید محمود یونس قانوني تر شا ولاړ او د هغه مرستیال و.