افغانستان

اکلیل حکیمي د ماليې وزیر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت په ناندریزه کابینه کې اکلیل حکیمي نن د مالیې وزارت بریالی شو.

نوموړي نن په ولسي جرګه کې له ۲۴۳ استازو څخه ۱۲۸ د تاييد رايې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د بريا لپاره حد اقل ۱۲۲ د تاييد رايې ټاکل شوې وې.

ماليې وزارت ته نوماند اکلیل حکیمي شپږ اتیا مخالفې رايې درلودې او یو ویشت رای پاڼې يې سپينې وي، همدارنګه يې اته باطلې رايې هم د رایو په صندوق کې وي.

اکلیل حکیمي چې د غلام جیلاني پوپل پر ځای دې وزارت نوماند شو، تر دې وړاندې په امریکا کې د افغانستان د سفیر په حیث کار کړی دی، چې د امریکايي تابعیت شک پرې هم کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x