افغانستان

نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د کمونستي رژیم پخوانی چارواکی او په ډله‌ییزو وژنو تورن نورالحق علومي د ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه او د کورنیو چارو وزیر شو.

نورالحق علومي د ګډ حکومت د اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله لخوا دغه وزارت ته نوماند شوی و.

علومي نن په ولسي جرګه کې ۱۳۱ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره وزارت ته لاره وموندله.

علومي ۹۱ رد شوې، ۱۵ سپينې او ۶ باطلې رایې درلودې.

علومي چې دوه تابعیته لري خپل پخوانی تابعیت لغوه کړ او نن ولسي جرګې د باور رایه ورکړه.

نورالحق علومي څوک دی؟

نورالحق علومي د عبدالعظیم علومي زوی دی چې په ۱۹۴۱م او ۱۳۲۰ل کال کې په کابل ښار کې زېږېدلی. لېسه یې په حبیبیه عالي لېسه کې پای ته رسولې ده. له لېسې وروسته یې نورې زده کړې په نظامي برخه کې ترسره کړي دي.

په ۱۳۳۹ل کال کې د نظامي افسرۍ پر دندې وګومارل شو. په ۱۳۴۲ل کال کې د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شو او په ۱۳۴۵ل کال یې د افسرانو عالي کورس هم پای ته ورساوه.

علومي د ډیموکراسۍ د لسیزې پر مهال چې ګوندونو فعالیتونه پیل کړي وو، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند له پرچم څانګې سره یو ځای شو. که څه هم ښاغلی علومي د افغانستان د اردو په قطعاتو کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله، خو تر څنګ یې د خلق ګوند د پرچم څانګې په غونډو کې په منظم ډول برخه اخیسته. ویل کېږي چې علومي په پرچم فرکسیون کې بیا د کارمل له ډلې سره خوږې اړیکې لرلې.

علومي له ۱۳۴۹ نه تر ۱۳۵۱ پورې د امریکا متحده ایالاتو ته د نظامي کورس لپاره ولاړ.

کله چې د ۱۳۵۷ل کال د غوايي پر اوومې د خلق ډیموکراتیک ګوند د تره‌کي-امین څانګې د داود خان د حکومت پر ضد کودتا وکړه، علومي یې هم بندي کړ. امین د پرچم څانګې نور غړي د سفارتونو په نامه له هېواده ووېستل او ځینې يې د علومي په ګډون بندیان کړل.

نظار شورا ته د واک د لېږد یوه څنده، ۱۳۷۱ل، ثور
نظار شورا ته د واک د لېږد یوه څنده، ۱۳۷۱ل، ثور

د ۱۳۵۸ په غوايي کې له زندانه خوشې شو او د نمبر یک قول اردو د ارکانو د رييس او سرپرست په توګه پر دنده ولګېد. کله چې پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ په مرغومي کې پر افغانستان یرغل وکړ، د علومي پرچمي ملګري واک ته ورسېدل، کارمل ولسمشر شو؛ نو علومي هم ترفیع وکړه او د نمبر دو قول اردو د قومندان په توګه په کندهار کې پر دنده مقرر شو. ویل کېږي چې علومي په کندهار کې د روسانو د اشغال پر مهال د ډېرو بې ګناه انسانانو پر وژنو تورن دی. وروسته، د روسانو د اشغال او د کارمل د واکمنۍ پر مهال د جنوبي زون (کندهار، هلمند، زابل او روزګان) د تنظیمه رييس په توګه پر دنده ولګېد. له ۱۳۶۵ نر تر ۱۳۶۶ پورې د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد لپاره ولاړ. مګر کله چې په جنوب کې مجاهدینو پرمختګونه وکړل، نو رژیم له علومي څخه غوښتنه وکړه چې یو ځل بیا وطن ته راشي او د مجاهدینو پر ضد جګړه په اوږه واخلي.
کله چې شوروي ځواکونه په ۱۳۵۸ کال کې د وسله وال جهاد په برکت مات شول شورویانو د پرچم فرکسیون بل مشر، ډاکټر نجیب ولسمشر وټاکه. مګر د نجیب رژیم هم د مجاهدینو پر ضد د مقاومت توان نور له لاسه ورکړ. کله چې د ۱۳۷۱ل کال په غوايي کې مجاهدین کابل ته داخلېدل، د کمونیست ګوند پرچم فراکسیون له جمعیت-نظار شورا سره اړیکي ونیول او واک یې د نورو مجاهدینو پر ځای د نظار شورا مشر، احمدشاه مسعود ته وسپاره. د واک په دغه لېږد کې د کارمل ورور، محمود بریالی، فرید مزدک، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر وکیل، نبي عظیمي او نورالحق علومي رول درلود. د واک د لېږد دغه صحني په فلمونو کې خوندي شوې دي چې هلته علومي ښکاري چې مسعود ته واک سپاري.

د ۱۳۵۷ل له غوايي وروسته چې کابل د جهادي تنظیمونو د خپلمنځي جګړو ډګر شو، ځینو مجاهدینو د علومي دوه نظامي وروڼه، جنرال عبدالرشید علومي او عبدالحق علومي ووژل، نورالحق اروپا ته وتښتېد.

پر هېواد د مجاهدینو له حکومت او د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال علومي هم د ګڼو نورو کمونیستانو په څېر په اروپايي هېوادونو کې استوګنه کوله. د ۲۰۰۱م کال پر مهال چې امریکايي ایتلاف پر افغانستان یرغل وکړ، علومي هم بېرته وطن ته راوګرځېد او د «متحد ملي افغانستان» په نامه ګوند یې عدلیه وزارت کې راجستر کړ. له دیارلس کلونو راهیسې علومي په سیاست او رسنیو کې فعال دی؛ خو د خپل ګوند له ادرس څخه کوم فعالیت نه لري. علومي په تېرو دیارلسو کلونو کې هم د پخوا په څېر د شمال ټلوالې له غړیو سره نژدې اړیکي لرلې. د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم د عبدالله عبدالله کمپاینر او د «ملي ایتلاف» غړی و.

اوس چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک په وېش کې د کورنیو چارو وزارت عبدالله عبدالله ته رسېدلی، نو د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم څخه نورالحق علومي د یاد وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه پېژندل شوی دی. دا لا معلومه نه ده چې ولسي جرګه به نورالحق علومي ته چې په بشري جرمونو تورن دی، د باور رایه ورکړي که نه.

نقد

پر علومي د بشر حقونو ضد جنایتونو تورونه دي. د شوروي اشغال پر مهال په جنوب او لوی کندهار حوزه کې يې د ولس پر ضد د روسانو په پلوۍ جګړه کړې ده. د ثور پر اتمه د ۱۳۷۱ل کال پر مهال د ملګرو ملتونو د پلان شنډولو کې د علومي رول ډېر مهم دی. ځکه په کابل کې د تنظیمونو ترمنځ د وینو بهولو تور پر علومي، نجم کاویاني، محمود بریالي، نبي عظیمي او تر ډېره نظار شورا او جعیتي کړیو لګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

تش په نوم جهادیانو،په أصل کی هیوادفروشانو،نن تاسوټکری(پړونی)پرسرکړی،لاسوته بنګړی واچوی،پرټنډه(تندی)دغلامی،أوشرمندګی،خال وه وهی،نورخپل ځانونه دښځو(میرمنو)په نومونووه نوموی،په ښځینه لهجه خبری پیل کړی،دنرنوم،څیره،جامه،أوخبری پریږدی،،داځکه چی تاسوبالآخره ترغربی زیړه زرغونه(بوډی ټال)وه وتلاس،تیرشوی ،،حکمادښځوله جنسه حساب شوی،أوځکه چی یوخونی قاتل،کمونیست،پرچمی نظامی أفسر،جنرال،أوقومندان دهغه هیواددکورنیوچارو وزیرټاکل ،چی أولس یی په میلیونونوقربانی یواځی پدی تکل ورکړی دی چی دهمداسی پردی پالو،غلامانوپرچمیانوأودخدای ج،دین،ناموس،وطن ددشمنانوله سلطی ځان،هیوادأوناموس وژغوری،،دغه ټاکنه پردغه ټولوویاړونودبطلان کرښه ده ،،پیټ دی وی غولیدلو،تیروتلوأوپلورونکو،،مرامرګ بهترأزآن زندګی،،که سالارباشم کنم بندګی،(قاری ضعیف)

lممتاز خان

دادی ښه سرګنده شوه چه دغه وکیلان اصلا د افغانستان دښمنان دی همدوی دی جه د پیسو په مقابل کی له هر شی نه تیریګی- پخوا به خلکو متل کول چه پاکستانی ته پیسی ورکه نور سه چه د رړه غواړی کوه خو اوس باید ووایو چه وکیل ته پیسی ورکه سه چه کوی کوه-
خدای د افغانستان دښمنان چه په هره نوم او جامه کی وی تباه او بربادی کړی-

ابن شهید ين

علومي د جهاد له ادرس انتخابي وزير ده .. دمجاهدينو ……………. له تيم نه انتخاب شوي دسيكولرانو له لوري ندي انتخاب شوي اوسني به كابل كي مجا هد تيم سياف ممتاز ملاعزت , مجددي دوستم , محمد خان قطب الدين زر داد قلم جمن كلبدين يي من المنتظرين نو نه, مخكني رباني عبد الله قانوني اسحاق كيلاني علومي با با جان , كيلاني رحيم وردك كلا اغا فاطمة . احمد نبي نغمة موسي خان غلام محمد خيال محمد.دخالص له دلي دين محمد بخواني قدير حضرت علي , ايراني مجاهدين محقق خليلي محسني اكبري او درقص مردة موأسس بخواني مزاري, سر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x