افغانستان

په پلازمینه کابل کې د ناټو 10 عرادې ټانکرونه سوځیدلي

.

نن ټکی اسیا : نن مازیګر د هېواد په پلازمېنه کابل کې دناټوځواکونو ته تېل وړونکي لس عرادې ټانکرونه سوځېدلې .

له سیمې نه رارسېدلی خبر وایې چې پېښه دټانکرونو په تم ځای کې دهود خېلوپه سیمه کې دیوې چاودنې له امله رامنځ ته شوې چې پکې لس عرادې له تېلو نه ډک ټانکرونه سوځېدلي دي .

طالبان بیادپيښې مسؤلیت دمنلو تر څنګ وایې چې تر یادې شمېرې یې په زیات تعداد ټانکرونه سوځولي دي .

 

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د یوه لیږل شوي ایمیل له لارې دپېښې پړه په غاړه اخستې او وایې چې برید یې دریموټ کنټرول ماین په واسطه کړی چې له امله یې ۲۰ عرادې ټانکرونه سوځېدلې خو دځانې مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق مالومات نه دې په ډاګه شوي .

بل خواد ایساف مطبوعاتي دفتر دپېښې پخلی کوي او وایې چې داورلګېدنې علت لا معلوم نه دي .

عــــــابــر مســافــر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x