افغانستان

رحمت الله نبیل د ملي امنیت رییس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د ملي امنیت رییس په خپلې دندې پاتې شو او د ولسي جرګې څخه یې نن یو ځل د باور رایه ترلاسه کړه.

رحمت الله نبیل یواځېنی هغه کس و چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د کابينې پر سر د ناندريو پر مهال امريکا او برتانيا دواړو مشرانو ته امر کړی و، چې په هر صورت وي، بايد رحمت الله نبيل د ملي امنيت د ريس په توګه وټاکي.

نوموړي ته نن ولسي جرګې ۱۵۴ د تایید رایې ورکړې او ملي امنیت ریاست ته یې لاره وموندله.

رحمت الله نبیل په رایو کې ۵۸ مخالفې ، ۲۲ سپينې او ۹ باطلې وې.

نوموړی د ګډ حکومت د ولسمشر ډاکتر اشرف غني لخوا دغه پوست ته نوماند شوی و.

رحمت الله نبیل څوک دی؟

ملي امنیت لوی ریاست رییس رحمت الله نبیل په ۱۳۴۸ل کال کې د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی، لوړې زده کړې یې سول انجينرۍ کې کړي دي.

نوموړی په پښتو، انګريزي او فارسي روانې خبرې کولای شي.

پر افغانستان د امريکايي ايتلاف له يرغل وړاندې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په اداره «UNHCR»کې مامور و او د امريکايانو له راتګ سره يې لويديزو استخباراتي کړيو سره د اړيکو په برکت ملي امنيت شورا کې د کورنيو اړيکو مرستيال او وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ساتونکو د مشر قوماندان په توګه وټاکل شو.

۱۳۸۹ل کال کې د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح له لرې کېدو وروسته نوموړی د امريکا او برتانيا په غوښتنه د ملي امنيت ريس مقرر شو.

په نوموړي تور دی  چې د ښاغلي نبيل د رياست پر مهال ملي امنيت د سختو داخلي اختلافاتو ښکار و او ګڼو سيمو کې د ده په امر خلک د شکمنو طالبانو په نوم نيول کېدل او په ځانګړې توګه دا پېښې له هغو خلکو سره ډېرې کېدې، چې ميدان وردګو له ولايته به راتلل او ظاهري قافيه به یې طالب ته ورته وه.

د ملي امنيت له رياست وروسته نوموړی يو ځل بيا د ملي امنيت شورا مرستيال وټاکل شو او له څه مودې وروسته، چې د ملي امنيت نوی ريس اسدالله خالد په يو سرتيري بريد کې مرګونی ټپي شو، نو پخواني ولسمشر حامد کرزي يوځل بيا ښاغلی نبيل د ملي امنيت د ريس په توګه وګوماره.

نوموړی یواځېنی کس و چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو د وزارتونو پر سر د ناندرو پر مهال منلی و.

راپورونو هغه مهال ویل چې امريکا او برتانيا دواړو مشرانو ته امر کړی و، چې په هر صورت وي، بايد رحمت الله نبيل د ملي امنيت د ريس په توګه وټاکي.

د نبيل له ښو صفتونو يو دا ښودل کيږي، چې د جاسوسي دندې سربېره نوموړی سپينه ژبه لري او تل په واضحه توګه خبرې کوي.

ښاغلی نبیل شپږ اولادونه لري، چې درې یې زامن او درې یې لوڼه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

بس دومره به ووایم،،دکاروان مخه أوښتی ده،په لارکی غله په کمین کی دی،،أسپ تازی شده مجروح به زیرپالان)طوق زرین همه درګردن خرمی بینم)ختیځوالی،أولویدیځوالی زراعتی غواوی دی لنګیږی په أوتوماتیک ډول خوسکیان(سخوندران زیږوی،،أوپه بیړه بیاورنه قولبه (کولبه)جوړیږی روانیږی۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x