ټکنالوژي

کاروونکو ته د سنپ چټ (Snapchat) نوې بڼه وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): سنپ چټ د پیغام استولو او تصویر شریکولو اپلیکیشن دی چې توانیدلی د کاروونکو توجه ځانته جلب کړي. خو دغه اپلیکیشن به اوس له نوې بڼې سره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

اوس کاروونکي کولی شي چې د دغې اپلیکیشن په مرسته خپل د خوښې خبري کانالونه لکه سي این این (CNN)، وایس (Vice)، اي ایس پي این (ESPN) او وارنر (Warner) سربیره نور بې شمیره ویب پاڼې تعقیب کړي.

د دې اپلیکیشن څښتن غواړي چې له دې وسیلې سره د لا زیاتو کاروونکو توجه جلب کړی. د دې اپلیکیشن څښتن غواړي چې د دغې اپلیکیشن د کاروونکو شمیر ۱۰۰ میلیونو کسانو ته ورسیږي.

ډیر کاروونکي له دې پریکړې خوښ ښکاري ځکه چې د هغوي په وینا نور هغوي اړتیا نه لري تر څو د خبرونو کتلو لپاره مختلف ویب پاڼې خلاصې کړي او یوازې له دې اپلیکیشن سره کولی شي د نړۍ له خبرونو ځانونه خبر کړي.

د نیویارک پوسټ راپورونو پر بنسټ سنپ چټ دغه نوې بڼه تیره شپه کاروونکو ته وړاندې شوی چې د دې نوې بڼې ګټه به د سنپ چټ او خبري رسنیو کوم چې دغه اپلیکیشن کې ځای پر ځای شوی تر منځ ویشل کیږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په عمومي ډول د سنپ چټ کاروونکو عکس العمل به څنګه وي خو له دې مخکې هم ډیر داسې اپلکیشنونه کاروونکو ته وړاندې شوي چې له نړیوال خبري کانالونو او ویب پاڼو سره اړیکه لري او کاروونکي کولی چې یوازې د سکرین له لمس کولو سره د نړۍ له خبرونو ځان خبر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x