افغانستان

داوود شاه صبا د کانونو او پترولیم وزیر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د هرات پخوانی والي دکتور داوود شاه صبا د کانونو او پترولیم وزیر شو.

نوموړي نن په ولسي جرګه کې ۱۴۶ د تایید رایو په ترلاسه کولو سره دغه وزارت ته لاره وموندله.

داوود شاه صبا په نورو رایو کې ۷۴ مخالفې، ۱۳ سپینې او ۱۰ باطلې وې.

نوموړی د ډاکتر اشرف غني لخوا دغه وزارت ته کاندید شوی و.

دوکتور داوود شاه صبا څوک دی؟

دوکتور داود شاه صبا د عبدالصمد زوی د 1343 لمریز کال د غوايي د میاشتې پر 21 نېټه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې زېږیدلی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په هرات او کابل کې تر لاسه کړې، په 1365 لمریز کال کې یې د کابل د پولي تخنیک پوهنتون څخه د اقتصادي ځمکې پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ او په 1381 لمریز کال کې د هندوستان د ممبی پوهنتون څخه د ځمکې پېژندنې په څانګه کې دوکتور اخستې.

ښاغلی صبا د څه مودې لپاره په کابل پوهنتون کې استاد هم پاته شوی دی.

په ۱۳۸۹ل کال کې د هرات والي وټاکل شو او درې کاله یې دغه دنده ترسره کړه.

مورنۍ ژبه یې پښتو ده او د دې تر څنګ په دري، انګلیسي او روسي ژبو هم پوهیږي.

د ګډ حکومت په اوسنۍ کابېنه کې د کانونو او پېټرولیم وزارت ته د ولسمشر غني له لورې نوماند و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمران

ذما تیصیره په دی اړه داده چی هغه چا چی دپارلمان وکیلانو ته ښه ډیر ډالر ورکړی وی هغه کامیاب او هغه چا چی وکیلانو ته پیسی نه دی ورکړی هغه ناکام دی او هیځ کله به کامیاب نشی .
.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x